پکتیا کې په شانداره مراسمو سره د سرتېرو ملي ورځ ونمانځل شوه – Hindukosh


هندوکش ــ پکتیا: په پکتیا ولایت کې قومي مشرانو، ځوانانوا و د مدني ټولنو غړو له لوري په یوه جوړه شوې غونډه کې د سرتیرو ملي ورځ د ( کب نهمه ) په شانداره ډول سره ونمانځل شوه.
د غونډې ګډونوالو د افغان امنيتي ځواکونو هڅې، قربانۍ او سرښندنې وستایلې او دوی یې دنجات ملایکې وبللې.
ګډونوالو د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې د سولې د ملي پروسې لپاره ملي یووالي په پام کې ونیسي او د سولې لپاره کار وکړي.
دوي زیاته کړه، وسلوال طالبان دې د اورکم پرځای دایمي اوربند او له افغان حکومت سره دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply