زابل ولایت کې د سولې غوښتنه وشوه – Hindukosh


هندوکش ــ زابل: په زابل ولایت کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، مېرمنو په یوه جوړه شوې غونډه کې د تل پاتې سولې په راتلو او د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.
زابل ولایت کې ځوانانو د اوربند سربېره له وسلوالو طالبانو څخه غواړي، چې له جګړې لاس واخلئ او سولې ته غاړه کيږدئ.
په ورته وخت کې د غوڼدې ګډونوالو د سولې د ملي پروسې د بریالي کیدو لپاره له هېوادوالو غوښتي دي، چې ملي یووالي ته پاملرنه وکړي، ترڅو په هېواد کې یوه دایمي سوله قایمه شي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply