په ننګرهار کې ۱۴ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول


د ننګرهار د ملي امنيت رياست په هڅو ۱۴ طالبانو د خپلو وسلو په سپارلو سره له جګړې لاس واخيست او د سولې له بهير سره يو ځاى شول.
د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل نن په دې اړه په جوړ شوي خبري كنفرانس كې وويل، يادو کسانو په شېرزادو، خوږياڼو، مومند درې او لعلپورې ولسواليو كې تروريستي فعاليتونه کول او اوس يې پرېکړه کړې، چې نور به د جګړې پر ځاى د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخلي.
بايد وويل شي، چې په ننګرهار كې سږ كال سلګونو داعشيانو هم له خپلو كورنيو سره يو ځاى ځانونه افغان ځواكونو ته سپارلي دي.



Source link

Leave a Reply