ملګرو ملتونو، سعودي عرب او پاکستان د امریکا او طالبانو د لوظنامې هرکلی کړی



ملګرو ملتونو، سعودي عرب او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لوظنامې هرکلی کړی او هيله يې څرګنده کړې چې د لوظنامې سره به جګړه پای ته ورسي او بېن الافغاني خبرې به پېل شي.

راپورونه وايي د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرال انتونيو ګېټرس لوظنامې ته مهمه ويلي او دا يې په افغانستان کې د سیاسي حل لاره ياده کړې ده.

نوموړي په دوحه او کابل کې په دغه تړاؤ شوؤ پرمختګونو او افغانستان کې د سياسي حل لارې دپاره د ټولو هڅو هرکلی کړی دی.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت ویلي، سعودي عرب هيله لري چې دغه لوظنامه به پوره او تل پاتې اوربند او سولې ته لار جوړه کړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ټويټر ویلي، “مونږ د امريکې او طالبانو ترمنځ د دوحې د لوظنامې هرکلی کوو او دا لوظنامه به د لسيزو د جګړې او افغان اولس د مشکلاتو څخه ويستو او سولې او روغې سبب وګرځي”.

هغه ويلي تل يې دغه دريځ پاتې شوی چې د ټولو مسلو حل د سياسي لارې وي او زياته کړې يې ده د لوظنامې فريقېن دې يقيني کړي چې څوک دغه لوظنامې ته زيان ونه رسوي.

عمران خان ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې دپاره د شوې لوظنامې په کاميابولو کې خپلې برخې اچولو ته تيار دی.

په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې ۱۹کلنه جګړې وروسته پرون د خالي، شنبې په ورځ (۲۹م فرورۍ) د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځه د افغانستان سولې په اړه لوظنامه لاس لیک شوه چې تر مخه به يې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه او په افغانستان کې پرځاې زرګونو امریکايي عسکر بیرته امریکا ته راستنیږي.

په دوحه کې دغه تاریخي لوظنامه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوې لنډې دستورې وروسته لاس لیک کړې. په دغه دستوره کې د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو او د یو شمیر هیوادونو خارجه وزیران هم ناست وو.



Source link

Leave a Reply