پاکستان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتونکی دی – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک تاریخي او
مهم کار دی، هیله ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات او د افغانانو ترمنځ خبرو
ته لار پرانیزي

کابل – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتونکي دي.

شاه محمود قریشي دا خبرې پرون په دوحه کې د رویټرز خبري اژانس
ته کړې.

د پاکستان د بهرنیو چاور وزیر چې د طالبانو او امریکا ترمنځ
“افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون” د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره
دوحه کې دی، پرونۍ ورځ یې مهمه وبلله.

قریشي وویل: “دا له نږدې دوه لسیزو وروسته پېښېږي. هیله
ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات او د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره پرانیزي.”
امریکا او طالبانو پرون د سولې توافق لاسلیک کړ. د دې توافق له مخې به امریکا په افغانستان
کې د خپلو سرتېرو اوسنی شمېر چې شاوخوا ۱۳ زره دی، ۸۶۰۰ ته راکم
کړي. ټاکل شوې چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې بین‌الافغاني
خبرې پیل شي.





Source link

Leave a Reply