د طالب بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت امریکا نلري


ولسمشر غني
وايي، د طالبان د بندیانو د خوشې کېدو په اړه هېڅ ژمنه نشته، هغه چې نن ( یکشنبه
کب ۱۱ ) ارګ کې د رسنیو پر وړاندې خبرې کولې وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت
یوازې افغانان لري نه امریکا.

ولسمشر غني
وویل چې تر اوسه د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه هېڅ ژمنه نشته، او دا یې
یوازې د افغان حکومت صلاحیت وګنه.

دا په داسې
حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته قطر کې یو
شمېر طالب چارواکو وویل چې له بین الافغاني خبرو مخکې به یې پنځه زره بندیان د
افغان حکومت له لوري خوشې کړل شي.

جمهور رئیس غني
وویل، ښايي د روانې اونۍ تر پایه د بین الافغاني خبرو لپاره مرکچي پلاوی وټاکي، نوموړي
ټینګار وکړ چې یو ټول شموله پلاوی به وټاکي خو صلاحیتونه به یې محدود وي او اصلي
پرېکړه به کابل کې نیول کېږي.

ښاغلي غني د
تاوتریخوالي د کمېدو په اړه هم وویل چې اورکم به دوام ولري او د بین الافغاني خبرو
په لړ کې به په اوربند بدل شي.

تېره ورځ طالبانو
وویل چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه صفر شوي او همداسې
به دوام پیدا کړي، خو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې تر اوسه داسې کوم څه نشته.



Source link

Leave a Reply