ولسمشرۍ ماڼۍ د خپل وروستي دریځ پرخلاف؛د بین‌الافغاني خبرو لپاره پلاوی به ټول‌شموله وي


په دې پلاوي کې چې د بینالافغاني
مذاکراتو له پیل وړاندې به نهایي شي د افغان حکومت، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او
رسنیو یو شمېر استازي په
کې شامل وي

کابل – ولسمشرۍ ماڼۍ د خپل وروستي دريځ خلاف وایي، له طالبانو
سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره پلاوی به ټول‌شموله
وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پرون ازادي راډيو ته وویل،
په دې پلاوي کې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې به نهایي شي د افغان حکومت،
سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او رسنیو یو شمېر استازي په‌کې شامل
وي.صدیقي د پلاوي د تازه شمېر په اړه څه ونه‌ویل،
خو تر دې وړاندې په وار وار حکومت ویلي چې دا پلاوی به ۱۵ کسیز وي.

د صدیقي پرونۍ څرګندونې
د نوموړي د هغو څرګندونو خلاف دي چې وړمه ورځ خپرې شوې وې او په‌کې یې ټینګار کړی و چې د
مذاکراتي پلاوي جوړښت کې به ګوندونو ته ونډه ورنه‌کړل شي.



دا وګورئ




په ۱۴ میاشتو کې د ننه به ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه …





Source link

Leave a Reply