شاید ځینې طالبان د خپلو مشرانو توافق ونه مني – Hindukosh


هندوکش ــ کابل: د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي چې طالبانو د اوربند د کموالي په موده کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې سرغړونې کړي دي.
ښاغلی خالد وايي چې په دغه موده کې وسله والو طالبانو په بلخ، غزني، هلمند، ارزګان او ځینو نورو سیمو لوی او واړه بریدونه کړي چې د افغانستان ځواکونو لخوا یې ځواب ورکړل شوی دی. هغه د تلفاتو په اړه نور جزیات ورنکړل.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون څو ساعته مخکې وویل: “طالبان په خپلو کې سره مشکل لري، امکان لري چې بعضي ګروپونه یې جلا شي او دا تړون ونه مني، شاید همدغو ګرپونو د تاوتریخوالي د کمولو موده نقض کړې وي.”
ښاغلي خالد د افغانستان د ملي تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې دا خبرې کولې چې په فیسبوک باندې هم ژوندۍ خپریده. ښاغلي خالد وویل چې هیله لري طالبان به په خپلو ټولو ډلو باندې کنترول ولري چې د سولې خبرې پيل او نتیجه ورکړي.
نوموړي وویل: “زموږ اول شرط اوربند دی، امید وار یو چې دا تاوتریخوالي کمښت په اوربند بدل شي. که طالبان ټول شرایط عملي نکړي، له امریکا سره یې تړون ماتیږي. موږ به د افغانستان ملي ګټو ته په کتو مرحله په مرحله مخکې ځو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply