ملګري ملتونه افغانستان کې د تاوتریخوالي د کم ساتلو پر دوام ټینګار کوي


افغانستان کې
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی “یوناما” د طالبانو او
امریکا ترمنځ د سولې له هوکړې هر کلی کړی، او د تاوتریخوالي د کم ساتلو په دوام یې
ټینګار کړی دی.

“یوناما” هیله څرګند
کړې چې اوس د بین الافغاني خبرو لپاره رښتیني ګامونه پورته شي او ټول اړخونه باید
خپلې ژمنې عملي کړي.

افغانستان
لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي : ” ټول
ښکیل اړخونه باید اوس د جګړې د پای ته رسیدو لپاره کلک او ریښتیني ګامونه پورته کړی”.

ملګرو ملتونو
ژمنه ښودلې چې د افغانانو په مشرۍ د یو ټول شموله بهیر ملاتړ کوي چې هغه کې د ښځو
او ځوانانو حقونه خوندي وي او بشري حقونو ته پکې دراناوی وشي.

تېره ورځ تر
کابو یو نیم کال وروسته قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک
شوه، چې ټاکل شوې همدې نږدې ورځو کې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

طالبانو ویلي
چې د بین الافغاني خبرو له پیل مخکې د دوي پنځه زره بندیان د افغان حکومت لخوا
خوشې کېږي، خو افغان حکومت یې په اړه څه ندي ویلي.



Source link

Leave a Reply