پمپيو د اشرف غني له ولسمشر بللو ډډه وكړه – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


پمپيو د ولسمشر غني د رسمیت پېژندلو په تړاو پوښتنې ته ځواب
ورنكړ او ويې ویل چې
دا د شخصي غوښتنو وخت نه دی

کابل – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافقنامې تر لاسلیک وروسته یوه خبري کنفرانس ته
خبرې وکړې.

د مایک پمپیو د خبري کنفرانس په جریان کې یوه خبریال له نوموړي
د ولسمشر غني په تړاو وپوښتل او ویې ویل چې ولسمشر غني په رسمیت پېژنئ، پمپيو دغې پوښتنې
ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او ویلي یې دي چې دا د شخصي غوښتونو وخت نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان خلک سوله
غواړي او د افغانستان ټول رهبران باید له شخصي غوښتونو لوړ فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر
دې مخکې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې اوس د انتخاباتي مسایلو پر ځای
د سولې د خبرو وخت دی.

##

د هلمند چارواکو هغه مدني فعالان وهلي او تهدید کړي چې د
سولې په تړاو یې غونډه رابللې وه

مدني فعالانو د چهار شنبې په ورځ په یوه غونډه کې سوله د
افغانانو اساسي اړتیا بللې وه او ویلي یې وو، چې په انتخاباتو کې د خلکو د نه ګډون
له امله دې نتایج لغوه او پر سوله دې تمرکز وشي

مدني فعالان وايي چې تر دغه څرګندونو وروسته د هلمند د والي
په امر د امنیتي ځواکونو لخوا د دوی دفتر محاصره شوی او دوی یې پرته له پوښتنو وهلي
او ډبولي دي

کابل – په هلمند ولایت کې یو شمېر مدني فعالان وروسته له
هغې د دغه ولایت د ځايي چارواکو لخوا وهل شوي او ګواښل شوي چې د سولې او انتخاباتو
په تړاو یې غونډه کړې وه.

د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر نظرمحمد رودي کابل
نیوز ته وویل، چې تېره اونۍ یې په یوه غونډه کې سولې ته د رسېدو لپاره د انتخاباتو
د پایلو د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر وايي چې
تردې غونډې وروسته دوی د قول اردو او والي کسانو له لوري وهل او ډوبول شوي دي.

نوموړي وویل، د هلمند ولسونو سولې ته د رسېدو په هدف د سر
په بیه په انتخاباتو کې ګډون کړی و، چې په وینا یې که د انتخاباتو پایلې د سولې د  پروسې خنډ ګرځي، لغوه دې شي.

د یاد مرکز غړي د هلمند والي تورنوي چې د ده په امر د امنیتي
ځواکونو لخوا ددې مرکز د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوی او غړي یې پرته له پوښتنو
او ګروېږنو وهلي او ډبولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کندهار په ګډون د
افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې ولسونو او دیني عالمانو د بېلابېلو غونډو په ترڅ
کې د انتخاباتي کړکېچ د هواري او د سولې پروسې پر تمرکز  ټینګار کړی و.





Source link

Leave a Reply