په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره؛په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه


په ۱۴ میاشتو کې د ننه به ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له
افغانستان څخه وزي

د مارچ تر لسمې به ۵زره
طالب بندیان او زر تنه د دولت بندیان خوشي کېږي او په همدې نېټه به بین الافغاني
خبرې پیلېږي او پر دایمي اوربند به خبرې کېږي

طالبان به تضمین کوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا
او د هغې د متحدینو پر خلاف نه کارول کېږي

طالبان به په افغانستان کې د القاعده په شمول داسې
بهرنیانو ته پناه نه ورکوي چې امریکا او متحدینو ته یې خطر پېښولای شي

کابل – تېر ماښام د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او
طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه. په دغه
هوکړه کې چې د نړۍ د ۳۰هېوادونو او سازمانونو د استازیو په حضور کې «د طالبانو
د امارت» مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا د مرکچي پلاوي د مشر زلمي
خلیلزاد لخوا لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې په سرلیک کې راغلي: په افغانستان کې د سولې
راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه
پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دا توافقنامه څلور برخې لري
چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر خلاف د افغان خاروې نه کارېدل، له افغانستان
څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، له توافق وروسته په لس ورځو کې د بین الافغاني
خبرو پیل او د خبرو په لړ کې په دايمي او هراړخیز اوربند توافق یې مهم ټکي دي. په
توافقنامه کې دغه څلور برخې په مفصله توګه په دې ډول لیکل شوې دي:« ۱-
هغه تضمینونه او د تنفیذ میکانیزمونه چې د هرې ډلې یا شخص لخوا د متحده ایالتونو
او د هغوی د متحدینو د امنیت پر خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو څخه مخنیوی. ۲- د
نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمینونو او د مهالوېش
تر اعلان وروسته او د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د دې تضمینونو او اعلان سره چې د
افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف نه
کارول کېږي، د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه
پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، به له افغان جهتونو سره د ۱۳۹۸ کال
د حوت پر شلمه او ۲۰۲۰ کال د مارچ په لسم تاریخ بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.
۴-
دایمي او هراړخیز اوربند به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې یوه
موضوع وي. د بین الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبیق د ګډو میکانیزمونو پر شمول
د یوه دایمي او هر اړخیز اوربند په نیټې او څرنګوالي بحث وکړي او د افغانستان د
راتلونکي سیاسي نقشې له بشپړېدا او توافق سره به یې د یوې برخې په توګه اعلان
کړي.»

په توافقنامه کې راغلي چې پورتنۍ څلور برخې یوه له بلې
سره مرتبطې دي او هره برخه به د توافق شوي مهالوېش او توافق شویو موادو مطابق
تطبیق شي. په توافقنامه کې راغلي چې پر لومړنیو دوو برخو توافق، دوو وروستیو برخو
ته لار پرانيزي.

د سولې په دغه توافقنامه کې له افغانستان څخه د امریکايي
ځواکونو د وتلو په تړاو راغلي چې د توافق له لاسلیک وروسته په لومړیو ۱۳۵
ورځو کې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ته را ټیټېږي. د ناټو ځواکونو شمېر به هم په ورته انډول
راکمېږي. په توافقنامه کې همداراز راغلي چې پاتې امریکايي او بهرني ځواکونه به په
پاتې ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه په بشپړ ډول وځي.

د توافقنامې په لومړۍ برخه کې همداراز راغلي چې د حوت
میاشتې تر ۲۰مې/ د مارچ ۱۰مې نېټې پورې به ۵زره طالب او زر تنه
دولتي بندیان خوشي کېږي او اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې ۳میاشتو
کې پاتې ټول بندیان خوشي شي.

د دغې توافقنامې په دویمه برخه کې راغلي چې طالبان به
خپل هېڅ غړي او د القاعدې په شمول هېڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د
افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د
سولې د توافقنامې په درېیمه برخه کې راغلي چې امریکا به د ملګرو ملتونو د امنیت
شورا لخوا د دې توافقنامې په رسمیت پېژندلو او تایید غوښتنه کوي.

د یادولو ده چې د سولې تړون د لاسلیک د مراسمو پر مهال د
امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ځینو نورو هېوادونو استازي هم وو. مایک
پمپیو په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې دا تړون په افغانستان کې دایمي سولې ته لار
پرانیزي.هغه وویل چې د تړون شرایط به په جدي ډول څارل کیږي چې عملي شي. د طالبانو سیاسي
مرستیال ملا برادر هم له قطر او نورو هېوادونو څخه مننه وکړه چې دغه تړون لاسلیک
کولو ته یې زمینې برابرې کړې.





Source link

Leave a Reply