چین له ملخانو سره د مقابلې په خاطر پاکستان ته هیلۍ استوي | آلمان او نړۍ | DW


له ملخانو سره د هیلۍ ګانو یا بطو جګړه: چین په پاکستان کې له ملخانو سره د مقابلې له پاره یو جالب پروګرام لري او غواړی دغه هیواد ته ۱۰۰۰۰۰ هیلۍ واستوي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه هیلۍ او بطي به د چين له ختیځ څخه پاکستان ته واستول شي څو خپل دغه ګاونډي هیواد له هغې معضلې خلاص کړي چې ورسره مخامخ دی. ملخان د هیلۍ ګانو یو له په زړه پورې خوراکونو څه دی.

تر دې اقدام مخکې چین د کارپوهانو یوه ډله پاکستان ته استولې وه چې وضعیت له نږدې واروزي او د لازمو امکانانو په اړه سره مشورې وکړي. دا ملخان په تیر دوبي کې له ایران څخه پاکستان ته ورسیدل. دوی په پیل کې د پنبې او وروسته د غنمو کروندې له منځه یوړلې.

د ملخانو د خوړلو له پاره له هیلو څخه استفاده یو له کم مصرفه او چاپیریال ساتنې زیان نه رسونکو لارو چارو څخه دی. هیلۍ ګانۍ د جرګانو په پرتله د ملخانو د مقابلې له پاره اغیزمن ګڼل کیږي، ځکه هره هیلۍ کولی شي په ورځ کې تر ۲۰۰ پورې ملخان وخوري، په داسې حال کې چې یو چرګ کولی شي یوازې تر ۷۰ پوري ملخان وخوري.

همدارنګه هر ملخ په ورځ کې د خپل وزن په اندازه په اوسط ډول شاوخوا ۲ ګرامه غذا خوري او په ډیر لږ وخت کې کولی شي پراخې سیمې ویجاړې کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ق. ن





Source link

Leave a Reply