امریکايي ځواکونه په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې افغانستان پرېږدي


د افغان حکومت
او امریکا ترمنځ په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې
وروسته به امریکايي ځواکونه د څوارلس میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

اعلامیه کې ویل
شوي چې، امریکا له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به د ۱۳۵ ورځو په لړ کې افغانستان
کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي، او د هوکړې نورې ژمنې به هم عملي
کړي.

د سولې په اړه
د افغان حکومت او امریکا ترمنځ ګډه اعلامیه کې پر څلور مهمو ټکو غور شوی، چې له
افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د امریکا پر وړاندې د افغانستان د خاورې د
نه کارول تضمین ورکول، د بین الافغاني خبرو پیل او د تل پاتی اوربند رامنځته کول
یاد شوي دي.

ټاکل شوې تر راتلونکو
څو شېبو قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هم د سولې هوکړه لاسلیک شي.

قطر کې
طالبانو رسنیو ته ویلي چې د سولې تر هوکړې وروسته به پنځه زره بندیان هم خوشې کړل
شي.

د یادونې وړ
ده چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ په ګډه اعلامیه کې د پنځه زره بندیانو د خوشې
کېدو په اړه څه ندي ویل شوي.



Source link

Leave a Reply