كورونا ويروس په چين كې د ۴۷ نورو كسانو ژوند اخيستى


په چين كې د ۴۷ نورو كسانو په مړينې سره په دغه هېواد كې د كورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۲۸۳۵ تنو ته ورسېد.
د راپورونو پر بنسټ، هلته په دې ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۹۲۵۱ ته لوړ شوى دى.
د چين ملي روغتيايي كمېسيون نن سهار اعلان وكړ، چې په دې هېواد كې د كورونا ويروس ۴۲۷ نوې پېښې ثبت شوي، چې ډېرى يې په هوبي ولايت كې دي.
اوس مهال د چين، افغانستان، ايران، پاكستان، جنوبي كوريا، جاپان، ايټاليا او فرانسې په ګډون د نړۍ په څه باندې ۵۰ هېوادونو كې ياد ويروس موجود دى.



Source link

Leave a Reply