طالبانو سره سوله؛ ‘د ښځو په حقونو، بشر حقونو او بیان ازادۍ باید معامله ونه‌شي’


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د خبریالانو ټولنې او ځینې ښځینه فعالانې د سولې په هر ډول هوکړه کې په افغانستان کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

دوی د سولې د هوکړه‌لیک هرکلی او ملاتړ کوي، خو وايي چې د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو، بیان ازادۍ معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت او ژمنې هم دي.

دوی وايي چې افغانستان په تېرو ۱۹ کلونو کې د پرمختګ اوږد مزل کړی، افغان وګړي نه‌غواړي چې بېرته پخوانیو وختونو ته وروګرځي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د بشر اساسي حقونه او مدني ازادي باید د سولې په هر ډول هوکړه کې بشپړ خوندي شي.

ښاغلی مشکور وايي: “زموږ غوښتنه دا ده چې د سولې په ټولو پروسو کې باید د جګړې د قربانیانو غوښتنې او نظریاتو ته توجه وشي، د سولې په هر ډول مذاکراتو کې باید هغه اساسي حقونه چې د افغانستان اساسي قانون او په نړیوالو کنوانسینونو کې افغان ملت ته ورکړل شوي، باید خوندي شي.”

په تېرو ۱۹ کلونو کې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغلې، نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، ښځې په ادارو کې د کار اجازه لري او دغه‌شان هر افغان د بیان د ازادۍ حق لري چې دا اساسي بشري حقونه او په یاده موده کې مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

یو شمېر ښځینه فعالانې بیا اندېښمنې دي او وايي، وېره شته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغان مېرمنو وضعیت پخواني حالت ته چې د کار او زده‌کړو اجازه‌یې نه‌درلوده، وروګرځي.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي وايي، د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت دی.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي

په ورته وخت کې د خبریالانو یو شمېر ټولنې بیا د بیان ازادي په په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او د سولې په هوکړه کې یې د نه‌خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي: “اوس چې موږ سلګونه ازادې رسنۍ لرو، زموږ اندېښنې دا دي، هره معامله چې کېږي، خدای مه‌کړه، ازادې رسنۍ ونه‌تړل شي، زموږ غوښتنه له هغه هېوادونو څخه چې غواړي له طالبانو سره معامله وکړي دا ده چې د افغان ولس حق چې د بیان ازادي ده باید ورته جدي پام وکړي، په ۲۱مه پېړۍ کې له دې ارزښتونو پرته موږ ژوند نه‌شو کولای.”

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

هڅه مو وکړه چې د دې ټولو اندېښنو او غوښتنو په اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو، خو له زیاتو هڅو سره چا په دې اړه خبرې ونه‌کړې، له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست تینګار کړی و چې د سولې په مذاکراتو کې به د تېرو ۱۹ کلونو په لاسته راوړنو معامله ونه‌شي او خوندي به وي.



Source link

Leave a Reply