د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبړګ عبدالله عبدالله سره لیدلي


د ناټو سرمنشي
ینس ستولتنبړګ نن کابل کې عبدالله عبدالله سره لیدلي، او د سولې د کېدونکې هوکړې
په اړه یې خبرې کړي دي.

عبدالله
عبدالله وايي، چې نن ( شنبه کب ۱۰ ) کابل کې یې د ناټو سرمنشي ینس ستولتبړک سره لیدنه
ترسره کړې، او د سولې د کېدونکي هوکړې په اړه یې خبرې کړې دي.

کتنه کې د ناټو
سرمنشي ټينګار کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي، او تر هغه
به افغانستان ته ژمن پاتې شي چې دلته تلپاتې سوله راشي.

ټاکل شوې نن قطر
کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې د ناټو سرمنشي ننۍ ورځ د
افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ یادوي.

قطر کې د
طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه سره سم، ټاکل شوې دلته پلازمينې کابل کې
افغان حکومت، ناټو او امریکا یوه درې اړخیزه ناسته ولري.

ویل کېږي چې
یادې ناسته کې عبدالله عبدالله ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه معلومه
نده چې عبدالله عبدالله په ګډون وکړي او کنه.



Source link

Leave a Reply