د تاوتریخوالي کمښت اونۍ پای؛په تېرو ۷ ورځو کې۲۶ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي


تېره اونۍ د تاوتریخوالي کچه ۸۰ سنله راکمه
شوې وه، په دغه موده کې افغان امنیتي
ځواکونو هېڅ ډول تهاجمي بریدونه نه دي کړي (افغان حکومت)

کابل – د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ تېره شپه په ۱۲ بجو پای ته ورسېده. هیلې شته چې دا بهیر به وغځول شي.

راپورونه وايي چې په تېرو ۷ ورځو کې په ۱۲ ولایتونو
کې ۲۱ امنیتي
ځواکونه او ۵ ملکي
خلک وژل شوي دي او ۴۰ نور ټپیان
شوي دي. هلمند، کابل، کندهار، ارزگان، بلخ، کاپیسا،
سمنگان، زابل، فراه، غزني، لوګر او لغمان هغه ۱۲ ولایتونه دي چې، د تاوتریخوالي
د کمښت په موده
کې د امنیتي پېښو شاهدان وو.

حکومت تمه لرله چې په دغه موده کې د تاوتریخوالي کچه تر ۸۰ سلنې راکمه شي. حکومت د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ بریالۍ وبلله.

ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیتي ادارې وايي، چې د تاوتریخوالي کمښت
په تېره یوه اونۍ کې اتیا سلنه تاوتریخوالی کم شوی و او د افغان حکومت د شوي
توافق پراساس هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه دي کړي.

د ولمسشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، وسلوالو
طالبانو په دې اونۍ کې بیا ۳۳ حملې
کړې، چې د 4 ملکي کسانو په شمول اتلس امنیتي ځواکونه پکې وژل
شوي او ۳۵ تنه نور
پکې ټپیان شوي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمېدو یا اور کم
اونۍ داسې مهال پای ته رسیږي، چې ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ نن د سولې
هوکړه لاسلیک شي. ویل کېږي چې کېدای شي د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته دغه بهیر وغځول
شي.





Source link

Leave a Reply