د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې؛نن په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک کېږي


ښايي دغه هوکړه لیک د ملا عبدالغني برادر او د امریکا د
بهرنیو چارو وزیر یا مرستیال لخوا لاسلیک شي

ویل کېږي د امریکا او طالبانو با صلاحیته استازو څخه
پرته به د درېیم هېواد استازی د شاهد یا ضامن په توګه په دې تړون لاسلیک ونه کړي

افغان حکومت له طالبانو سره د مقدماتي خبرو لپاره ۶
کسیز پلاوی دوحې ته لېږلی، خو سرچینې وايي چې د رسمي استازو پر ځای به د طالبانو د
زندانیانو اړوند کمېسیون غړي لیده کاته وکړي

کابل – له ۱۸ میاشتنیو مذاکراتو وروسته نن په قطر کې د ۳۰
هېوادونو او نړیوالو سازمانو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د
سولې تړون لاسلیکیږي. ټاکل شوې دغه تړون د دوحې پر مهال د ماسپښین په ۲بجو
لاسلیک شي.

د طالبانو د قطر دفتر سرچینې وايي، ټاکل شوې چې د شاوخوا
۳۰
هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون
لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.

د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو
وتلو ته لار برابره او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین الافغاني خبرې پيل
شي.

تر اوسه د تړون ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو سرچینې
وايي چې  ددې تړون له لاسلیک وروسته به د
تاوتریخوالي د کمېدو بل پړاو پیل شي او ورسره به په دوو اونیو کې د بین الافغاني
مذاکراتو لپاره په یوه اروپايي هېواد کې بشپړ چمتووالی ونیول شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم
وايي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون به نن له غرمې وروسته لاسلیک
شي.شاهین زیاتوي، ددې تړون په بنسټ به “ټول بهرني
ځواکونه له افغانستانه ووځي او هېچاته به اجازه ورنه کړل شي چې له افغان خاورې د
نورو پر وړاندې ګټه واخلي.”

که څه هم وړاندې طالبانو تمه درلوده چې روسیه او چین به
ددې تړون ضمانت وکړي، خو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د امریکا او طالبانو با صلاحیته
استازو څخه پرته به د درېیم هېواد استازی د شاهد یا ضامن په توګه په دې تړون
لاسلیک ونه کړي.

د دغې غونډې سمبالښت د قطر د بهرنیو چاور وزارت کوي. د
بي بي سي خبریال عبدالله نظامي چې په قطر کې دی، وايي طالبانو ویلي که د دوی د
نوملړ خلاف خلک تالار ته پرېښودل شي، دوی به احتجاجا له تالاره ووځي چې ښايي هدف
یې حکومتي پلاوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي، قطر ته یې د امریکا
او طالبانو په غوښتنه یو شپږ کسیز پلاوی استولی چې له طالبانو سره به د مقدماتي
خبرو لپاره هڅې وکړي. خو طالبانو ته
نږدې سرچینې وایي، ممکن له دې ډلې سره د طالب استازو پرځای د طالبانو دزندانیانو
اړوند کمېسیون څو غړي لنډه لیدنه وکړي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي،
د زندانیانو د خلاصون صلاحیت یوازې افغان حکومت لري او په دې اړه به هر ډول تصمیم
هم افغان لوری نیسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک ته دغه
چمتووالی داسې مهال دی، چې په پام کې ده نن امریکا او ناټو په کابل کې له افغان
حکومت سره یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړي.





Source link

Leave a Reply