د سولې هوکړې لاسلیک ته د ګوتو په شمېر شېبې


ټاکل شوې نن (
شنبه کب ۱۰ ) قطر کې  د طالبانو او امریکا
ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او تر هغه وروسته بین الافغاني خبرو ته لار هواره
شي.

د راپورنو له
مخې نن به د ډېرش هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په شتون کې طالبان او امریکا
ترمنځ  قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.

امریکا او
طالبانو له کابو یو کال راهیسې قطر کې د سولې په خبرو بوخت وو، چې دغه لړ کې د
سولې خبرې له یو شمېر خنډونو سره هم مخ شوې، خو بلاخره طالبانو او امریکا پر دې
صلاح شول چې د سولې ټړون لاسلیک کړي.

د طالبانو او
امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې اصلي ټکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل،
بین الافغاني خبرې، او د امریکا پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول دي.

که څه هم
افغان حکومت له بین الافغاني خبرو مخکې د اوربند غوښتونکی دی، خو طالبانو بیا دا
غوښتنه نه ده منلې.

بل لور ته ویل
کېږي چې د بین الافغاني خبرو د اعتماد رامنځته کېدو په پار افغان حکومت پنځه زره
بندي طالبانو خوشې کوي، او په مقابل کې طالبان هم زر حکومت پلوه اسیران خوشې کوي.



Source link

Leave a Reply