روسیه، ازبکستان او پاکستان د افغان سولې پروسې ته هیله من دي


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون باید بین
الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو اساسي لاره
بین الافغاني مذاکرات دي (مسکو)

کابل – روسیه، ازبکستان، پاکستان او ځينې نور هېوادونه د
امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک ته هیله من دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې چې په قطر کې به
د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک کېدونکی د سولې تړون به بین الافغاني خبرو ته
لاره خلاصه کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا وايي،
مسکو په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتووالی لري، خو په وینا یې د امریکا او
طالبانو ترمنځ د سولې له توافق وروسته د ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار د افغانانو
ترمنځ مخامخ خبرې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي:«
موږ په قطر کې د امریکا او طالبانو
ترمنځ لاسلیک کېدونکي توافق ته خوشبین یو، مسکو پخوا هم ویلي چې په افغانستان کې
له بین الافغاني مذاکراتو پرته سولې ته د رسېدو بله هیڅ مؤثره لار نشته، موږ د
سولې له هغه توافق بشپړ ملاتړ کوو چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته لاره خلاصه
کړي.»

په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر چې د امریکا او
طالبانو ترمنځ د سولې توافق لاسلیک مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دغه
توافق یې د افغانانو لپاره تاریخي سند بللی.شاه محمود قریشي وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې
توافق به بین الافغاني مذاکراتو ته زمنیه سازي وکړي.

قریشي زیاته کړې:« د فبروري ۲۹مه د
افغانستان او افغانانو لپاره ستره ورځ ده، دایو ډير مهم فرصت دی افغانستان کې به
سوله او ثبات ټينګیږي او زه هیله لرم چې دغه تړون به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته
لاره خلاصه کړي.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف چې پرون
دوحې ته تللی وایي، د افغان سولې پروسې ته هیله من دی. کاملوف وايي چې د سیمې هېوادونه
دې په ګډه د افغانستان ستونزې د حلولو په برخه کې همکاري وکړي. هند ته هم په دې
مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د هندي چارواکو په وینا نوی ډيلي به دې مراسمو
ته په قطر کې خپل سفیر ور واستوي.





Source link

Leave a Reply