له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې ګوندونو ته ونډه نه ورکول کېږي – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


ګوندونه او سیاستوال د ولسمشرۍ ماڼۍ له دې دریځ سره
مخالفت ښيي او که ارګ په یوازې ځان د دې پلاوي د جوړښت په اړه پرېکړه وکړي، دوی به
یې
ونه
مني

کابل – ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي
په جوړښت کې به د سیاسي ګوندونو استازو ته ونډه ورنه‌کړل
شي.

د ولمسشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پرون ازادي راډیو ته وویل،
د دې پلاوي د جوړېدو په اړه له سیاسیونو او ګوندونو سره مشورې شوې، خو دا چې
طالبان له افغان حکومت سره مذاکره کوي، له همدې امله به د دې پلاوي غړي حکومتي
کارکوونکي وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ داسې مهال په مذاکراتي پلاوي کې د سیاسي
ګوندونو د استازو په نشتون ټینګار کوي چې له دې وړاندې یې په څو څو ځله ویلي چې له
طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی به د ټول افغانستان استازولي وکړای شي.

بل‌خوا بیا یو شمېر ګوندونه او سیاسیون د ولسمشرۍ ماڼۍ له
دې دریځ سره مخالفت ښيي.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق
وايي، که ارګ په یوازې ځان د دې پلاوي د جوړښت په اړه پرېکړه وکړي، دوی به‌یې
ونه‌مني.

محقق هم ازادي راډیو ته ویلي: “مرکچي پلاوی باید د
ټولو سیاسي اړخونو استازولي وکړي او داسې جوړ شي چې ټول لوري په‌کې
ځان وویني، که داسې ونه‌شي، شاید کومې پایلې ته ونه‌رسېږي.”

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په دې اند دی چې د
سولې خبرې یوازې هغه مهال پایله ورکولای شي چې یو ټول‌ګډونه
پلاوی د افغانستان د خلکو په استازولۍ له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني.

د دې ګوند یو ویاند فضل غني حقمل وايي: “که د
افغانستان حکومت غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ شي، باید د سولې خبرو لپاره یو ملي
پلاوی وټاکي چې ټول لوري یې غړیتوب ولري او بشپړ واک ورکړل شي.”

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل که
څه هم هیله ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې
وروسته به، ولسمشرۍ ماڼۍ د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه مشورې پیل کړي، خو دا هم
وايي، که له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې ګوندونو او سیاسیونو ته ونډه
ورنه‌کړل شي، دوی به‌یې جوړښت ونه‌مني.

له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړښت په اړه داسې مهال
دا څرګندونې کېږي چې تمه ده د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک نن
د شنبې په ورځ په دوحه کې لاس‌لیک شي.

دا په  داسې حال
کې ده چې امریکا هم تر دې مخکې څو څو ځله ټینګار کړی چې له طالبانو سره د خبرو
لپاره د افغان حکومت پلاوی باید ټول شموله او ټول منلی وي.





Source link

Leave a Reply