د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق سره هممهاله؛ په کونړ کې ۳۹ داعش وسله وال امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي


کابل – په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له
توافق سره هممهاله د کونړ ځايي چارواکي وايي په دغه ولايت کې د درېيو قوماندانانو
په ګډون د داعش ٣٩ وسله وال حکومت ته تسليم شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي چې د ملي امنيت په
هلوځلو د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په چلس سيمه کې د يارخان، ګلاب شاه او بابک په ګډون
٣٩ داعش وسله والو له جګړې لاس اخيستى او له ٢٧ ميله وسلو سره حکومت ته تسليم شول.

والي زياته کړه، په کونړ کې د داعش ډله ځپل شوې او نور د
دې وړتيا نه لري چې له افغان ملي او دفاعي ځواکونو سره جګړه وکړي.د هغه په وينا، د
داعش ډلې يوازينۍ لار دا ده چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسليم شي.

د تسليم شوې ډلې يوه قوماندان يارخان وويل، نور له جګړې
ستړي شوي يو، نو ځکه له خپلو وسلو سره يوځاى حکومت ته تسليم شول.دى
زياتوي:”داعش ډلې په خلکو بې ځایه ظلمونه کول او موږ نه غوښتل چې نور خپل بې
ګناه ولسونه وځوروو. په افغانستان دغه افراطي ډله د نورو په لمسون جنګیږي او هدف
يې یواځې د پردیو ګټې دي.”

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هم
سلګونه داعش جنګیالي له خپلو کورنیو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.





Source link

Leave a Reply