كورونا ويروس په چين كې ۲۷۸۸ تنه وژلي


په چين كې د ۴۴ نورو كسانو په مړه كېدو سره د كورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۲۷۸۸ تنو ته ورسېد.
د راپورونو پر بنسټ، هلته په دغه ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۸۸۲۴ ته لوړ شوى دى.
د چين ملي روغتيايي كمېسيون نن سهار اعلان وكړ، چې په دې هېواد كې د كورونا ويروس ۳۲۷ نوې پېښې ثبت شوي، چې ډېرى يې په هوبي ولايت كې دي.
اوس مهال د چين، افغانستان، ايران، پاكستان، جنوبي كوريا، جاپان، ايټاليا، فرانسې او تايوان په ګډون د نړۍ په ۴۸ هېوادونو كې ياد ويروس موجود دى.

 



Source link

Leave a Reply