د پاکستان حکومت د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوی کوي



اسلام اباد – د پاکستان حکومت ویلي دي چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره نه یوازې د هېواد دننه اقدامات کوي بلکې له ایران سره هم همکارۍ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې له ایران سره په رابطه کې دی:

“زموږ وفاقي او د [بلوچستان] صوبايي حکومت له ایران سره په رابطه کې دی چې د وایرس د خپرېدو مخه ونیسي. موږ له ایراني حکومت سره نېږدې همکاري کوو، د وبا د انتظام په برخه کې یې پوره ملاتړ کوو او ورسره یووالی ښکاره کوو.”

له کورونا وایرسه د ځان ساتلو په اړه ویډیو وګورئ

فاروقي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان حکومت د فبرورۍ له ۲۹مې څخه له ایران سره پروازونه ځنډولي.

اسلام اباد په ایران کې د کورونا وایرس د پېښو تر زیاتېدو وروسته د یکشنبې (اتوار) له ورځې راهیسې له هغه هېواد سره د تفتان سرحد تړلی.

د پاکستان هوايي چلند ادارې بیان

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې (پي ای اې) د فبرورۍ پر ۲۷مه پر عمرې د سعودي عرب تر بندیز وروسته په بیان کې وویل چې له پاکستانه هېڅوک د عمرې یا سیلګرۍ په ویزه هغه هېواد ته نه وړي.

په بیان کې راغلي چې پاکستان ته تر عمرې وروسته د ستنېدونکو خلکو لپاره پروازونه به د پخوا په څېر روان وي.

پي ای اې زیاته کړې چې یوازې هغه کسان له پاکستانه سعودي عرب ته تللای شي چې هلته د ورتګ اجازه او یا د سعودي عرب اقامه ولري.

د سیند حکومت اقدامات

هلته د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه د فبرورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، هغه ټول کسان یې قرنطین کړي چې په فبرورۍ کې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي ول:

“روانه میاشت موږ د تقریباً ۱،۵۰۰ هغو کسانو د شناختي کارډونو او ټېلېفونونو شمېرې غونډې کړې دي چې له ایرانه راغلي ول. دا ټول خلک موږ ګوښه یا قرنطین کړي. په بېلا بېلو ضلعو او یونین کونسلونو کې زموږ روزلیو روغتیايي چارواکو هغوی ته ویلي چې په کورونو کې دې اوسي او که څوک د [کورونا وایرس د ناروغۍ] علامات لري لکه ټوخی، تبه وغیره، نو زموږ ډاکتران به یې کورونو ته ورځي. که د دې کسانو پاکستان ته له راتګه ۱۵ ورځې تېرې شوې وي او علامات پکې نه وي نو بیا مسله نشته خو موږ به یې بیا هم څارو.”

په پاکستان کې د کورونا وایرس د دوو پېښو تر تصدیق وروسته د هېواد په مختلفو ښارونو کې ماسکونه ګران شوي دي خو مراد علي شاه زیاته کړه چې په سیند کې د تمبوزکونو کمی پوره کوي چې خلک یې په اسانۍ ترلاسه کړای شي.



Source link

Leave a Reply