په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۵ شکمنې پيښې ثبت شوي – KHABARIAL.COM


خبریال داټ کام/ د افغانستان دعامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په ټول هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس اړوند ۱۵ شکمنې پيښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، دا پیښې د هیواد په څلورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دی زیاتوي د شکمنو پيښو  د تشخیص نمونې مرکزي لابراتوارونو ته لیږدول شوې دي څو معلومه کړې چې پيښې منفي دي او که مثبتې.

مایار وایي، له یادو پيښو لس پېښې په کابل، درې په هرات او یوه یوه په بغلان او غور ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وایي په کابل کې د لسو پېښو له ډلې د پنځه هغو پایله منفي وه او د پاتې نورو به یې سبا اعلان شي.

د کرونا ویروس اصلي سرچینه چین بلل کیږي خو افغانستان ته وروسته له هغې راورسیده کله چې ایران په خپل هیواد کې د یاد ویروس له امله د ایرانیانو مړینه تائید کړه.

په افغانستان کې لومړی په هرات ولایت کې ۳ شکمنې پیښې ثبت خو له شکمنو پيښو یې ۲ منفي او بیا یوه یې مثبته ومنل شوه.

له هغه وروسته ۹ نورې پيښې هم ثبت شوې خو چارواکو بیا د هغو پيښو د منفي خبر تائيد وکړ او زیاته کې کړه چې ټولې پيښې منفي دي.

اوسمهال په ټول هېواد کې د کرونا ویروس یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.

له همدې امله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د یاد ویروس د زیاتې خپریدا د مخنیوي لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی او ټولو هوایي او ځمکني ترانسپورته یې خبرداری ورکړی، چې تګ راتګ محدود کړي.

تردې دمه د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په شاوخوا۳۴ هیوادونو کې کسان نیولي دي.

تازه دافغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم د ۲ مثبتو پيښو منښته وشوه.





Source link

Leave a Reply