ټیموټي ویکس قطر ته تللی او انس حقاني یې هر کلي ته ورغلی


طالبان ویلي چې
افغانستان کې د امریکايي پوهنتون ښوونکی “ټیموټی ویکس” چې کابو درې
کاله له دوي سره وو، اوس د سولې د هوکړې لپاره قطر هېواد ته تللی او هلته د انس
حقاني لخوا یې هر کلی شوی دی.

د طالبانو
ویاند ذبیع الله مجاهد لیکلي:

“د اسلامي
امارت سره تر مودو بندي د امریکايي پوهنتون استرالیایی استاد ( ټیموټي ویکس)
له امریکا سره د اسلامي امارت د تړون په مراسمو کې د ګډون لپاره دوخې ته ورسېد.”

ټموټي ویکس څه
موده مخکې له یو بل امریکايي ښوونکي سره یوځای چې درې کاله د طالبانو په بند کې
وو، د انس حقاني او دوه نورو طالب چارواکو په بدل کې د طالبانو له لوري خوش کړل
شو.

ټیموټي ویکس
کله چې د طالبانو له بند څخه خوشې کړل شو، نو رسنیو سره یې خبرو کې وویل چې د بند
پر مهال طالبان یې ښه ملګري شوي دي.

نن ټکي آسیا
راپور ورکړی چې د ټیموټي ویکس هر کلي ته انس حقاني هوايي ډګر ته ورغلی او نوموړی
یې بدرګه کړی دی.



Source link

Leave a Reply