د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې هغو اوو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي.
د یاد وزارت په اعلامیه
کې ویل شوي چې دغه جایزې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کار کوونکې فاطمې خلیل، د
ملي امنیت ریاست د جنسیت برخې مشرې شرميلا فروغ، د پولیسو پخوانۍ افسرې فاطمې
رجبي، د کندهار ولایت د زاندانونو په ریاست کې پخوانۍ افسرې فرشتې، په ننګرهار کې
د انعکاس تلوېزیون ویاندې ملالې میوند او مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ ته ورکول کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا له دې اقدامه هرکلی کړی او د جګړې له ښکېلو خواوو څخه یې غوښتنه کړې ده چې د سولې د ملاتړو د خوندیتوب لپاره اوربند وکړي.