پنجشنبه , اپریل 15 2021

د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني کاري دوره پیل شوه – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا

د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني کاري دوره نن رسماً د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه. یادو مراسمو ته ولسمشر اشرف غني او د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني خبرې وکړې. په لومړي سر کې رحماني خپله خبرې وکړې او له ولسمشر څخه یې د خپلو خبرو په ترڅ کې وغوښتل تر څو د افغان سولې په اړه ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې انعطاف وښيي او له دې نه علاوه په اداراتو کې د سرپرستۍ چارو ته د پای ټکی کیږدي. دا په داسې حال کې دي چې د ولسمشر دا دوهمه دوره هم د پخوانۍ هغې په شان له سرپرستۍ څخه خالي نه ده پاتې شوې.

د یادو مراسمو دوهم وینا وال ولسمشر اشرف غني ؤ چې خبرې یې تر زیاتې اندازې د هیواد په روانو حالاتو، اقتصادي پرمختګ او سوله ور ټولې وې. ولسمشر یادونه وکړه چې د سرپرستانو پر ځای به نور کسان ولسي جرګې ته د باور رایو د ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني. نوموړي د سولې په اړه وویل چې د افغانستان ټول خلک د جګړو ختمول غواړي او نن د تیرو ۴۲ کلونو وروسته همدغه بی مثاله فرصت را منځته شوی دی. ده زیاته کړه چې افغانان هغه مهال سولې ته رسیږي چې هر څوک ځان په سولې کې وګوري، داسې یوه سوله چې تاوتریخوالی ختم او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر یو ځل بیا په دې ټکي ټینګار وکړه چې له ده څخه د واک لیږد یوازې د انتخاباتو له لارې ممکن دی او دا هغه اصل دی چې هیڅکله به معامله پرې ونشي، او بلخوا یې پر پاکستان غږ وکړ چې د تېرو لسیزو سیاست ته تغیر ورکړي او یو آزاد، مستقل او سرلوړی افغانستان ومني.

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني، مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله، مخکیني ولسمشر حامد کرزي او یو زیات شمېر نورو سیاستوالو، مدني ټولنې له استازو او د میرمنو له استازو سره کتلي او دا مهال دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي تيمونو له غړو سره په خبرو اترو لګیا دي. په ورته وخت کې داسې خبرونه هم خپاره شوي دي چې خلیلزاد د یوه ټولشموله یا مؤقت حکومت طرحه ولسمشر غني او عبدالله ته سپارلې ده او ویل کیږي چې یاده طرحه به قطر کې طالب چارواکو ته هم وسپاري د کومې په اړه چې تر دې مهاله نه حکومتي او نه هم طالب چارواکو زیات څه ویلي دي.



دا وګورئ




د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزدا کابل ته …




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply