یکشنبه , مارچ 7 2021

جمهوررئیس غني: د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د همکارۍ نوی څپرکی پیل شوی

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار  د ولسي جرګې رئیس او غړو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار او د چارو ادارې لوی رئیس هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د تصویب په خاطر د ولسي جرګې د غړو مننه وکړه وې ویل، افغانستان  تر بل هر وخت تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره په غوره حالت کې قرار لري.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې به په راتلونکو میاشتو کې ملي شورا سره مشورې وشي او د جدي مذاکراتو په موخه د یوې حللارې پیدا کولو لپاره زمینه برابرېږي.

جمهوررئیس وویل، ملي شورا ته د اساسي قانون او جمهوریت په څېر درناوی کېږي او د درې ګونو قواوو له همکارۍ او ګډو هڅو پرته، اساسي قانون له خطر سره مخ کېږي. 

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، ولسي جرګې سره به لا زیاتې مشورې وکړم او په پیل کې به رهبري پلاوي او وروسته له  ټولو کمېسیونونو سره جلا کتنې ولرم او د هغوی او د مؤکلینو د نظریاتو پر اساس به فیصله وکړم.

جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې خلک له سیاسي قشر باور غواړوي، د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په بودجه جوړلو کې اساسي تغییر راولي. هغه اعلان وکړ، د بودجې له جوړولو دوه میاشتې وروسته به له تاسو سره ملي سراسري مشورې پیل شي او باید معیارونه واضح او مشخص وي.

د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې په جینوا کنفرانس کې د بین المللي ټولنې مرستې مشروطې دي، له ملت او بین المللي ټولنې سره د ژمنو پوره کولو لپاره د ملي شورا د همکاریو غوښتنه وکړه. 

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د همکارۍ نوی څپرکی پیل شوی او په ګډه به د ملت غوښتنې عملي کړو.

په دې کتنه کې، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني پخپلو خبرو کې وویل: مننه کوم چې مالیې وزارت ته د جمهوررئیس د لارښوونې پر اساس، د ولسي جرګې اصلاحي غوښتنو ته رسیدګي وشوه او ومو کولی شول د عادي او انکشافي برخو لپاره غوره سند وړاندې او هغه تصویب کړو. 

هغه دېته ته په اشارې چې نن د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د همکاریو نوې دروازه پرانېستل شوه زیاته کړه، د بودجې پر سر د ولسي جرګې او مالیې وزارت ترمنځ د لیدلوریو توپیر د ډیموکراسۍ ځینې ښکلاوې او د قواوو تفکیک ښیي او هغه باید د اختلافاتو او جلاوالي په معنی تعبیر نشي.

میر رحمان رحماني څرګنده کړه، ولسي جرګې تل د سولې، هدفي ترورونو، د فساد ضد مبارزې، ښې حکومتولۍ او په ادارو کې د اصلاحاتو په ګډون په مهمو ملي مسایلو کې د دولت د دریځ ملاتړ کړی دی. 

د ولسي جرګې رئیس زیاته کړه، د سولې د خبرو درېدو او د طالبانو بهانو، د جګړې، وچکالۍ او ورځ تر بلې د بېوزلۍ زیاتېدو  ته په پام د ولسي جرګې ټول غړي ستاسو په اندېښنو کې خپل ځان شریک بولي او د همکارۍ اعلان کوي او زموږ توقع دا ده چې د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا او باور جوړونې ته جدي پاملرنه وشي.


Source link

خپرندوي ارګ

Leave a Reply