د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې، دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، سیمه ییزو همکاریو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
لومړی د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د “سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو” تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې په جولای میاشت کې په تاشکند کې جوړېږي د ګډون په موخه د خپل هیواد د جمهوررئیس بلنلیک جمهوررئیس غني ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، په دغه کنفرانس کې به پر جمهوررئیس غني او جمهوررئیس شوکت میرضیایف سربېره د هند او پاکستان لومړی وزیران او د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او استازي هم ګډون وکړي.
همداراز په یاده کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ په اقتصادي او فرهنګي برخو کې د تفاهم لیکونو د تطبیق څرنګوالي په اړه چې دوه کاله وړاندې لاسلیک شوي، هم خبرې وکړې.
په پای کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي او د پایداره او باعزته سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.#
Source link