یکشنبه , مارچ 7 2021

افغانستان د ملکي تلفاتو له اړخه د اُوم کال لپاره بیا هم مرګونی هیواد – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا

ملګرو ملتونو په قطر کې د سولې
مذاکراتو له پیل سره هممهاله افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې چې
نن خپور شو ویلي، په۲۰۲۰ میلادي کال کې په هدفي وژنو کې یو
زرو او ۲۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د تیر کال په پرتله ۴۵ سلنه لوړ والی ښيي. په دې توګه سره افغانستان د اوم پرلپسې کال
لپاره له دریو زرو نه د زیاتو ملکي تلفاتو په درلودلو سره د هغو هیوادونو پر سر کې
راځي چې ډېر تلفات لرونکي دي.

د یاد راپور له مخې، په دې کال کې د جګړو له کبله
افغانستان کې ۳ زره او ۳۵ ملکي کسان وژل شوي او ۵
زره او ۷۸۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د ملکي کسانو مرګ ژوبلې ۴۳ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

ملګرو ملتونو د دولت ضد عناصر د ۶۲ سلنې مرګ ژوبلې لامل بللي، چې طالبان د ۴۵ سلنې او داعش ډله د ۸ سلنې مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې دولتي ځواکونه یې هم د یو پر څلورمې برخې مسؤول ګڼلي دي. په هیواد کې د امریکا سفارت دا ارقام وحشتناک بللي خو طالبانو بیا رد کړي او پروپاګند یې بولي.



دا وګورئ




د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یاد ریاست …




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply