یکشنبه , مارچ 7 2021

په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق پیل لومړۍ مرحله د جمهوررئیس غني په حضور کې پیل شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کوویډ ۱۹ واکسین د تطبیق پیل په مراسمو کې چې  په څو امنیتي او دفاعي ځواکونو، روغتیایي پرسونل او د هیواد د رسنیو په استازو تطبیق شو، ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول او په هغه کې لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي شورا دواړو خونو رئیسانو، قاضي القضات، د سترې محکمې رئیس او د هیواد د وسله وال پوځ یو شمېر منسوبینو حضور درلود، لومړی د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح خبرې وکړې.

هغه پخپلو خبرو کې روغتیایي سکتور ته د جمهوررئیس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل، دې پاملرنې او ملاتړ د هیواد روغتیایي کارکوونکو ته جرئت او وړتیا ورکړه چې په تر ټولو سختو شرایطو کې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.  

هغه زیاته کړه، افغانستان له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې په ډېرو کمو امکاناتو یې کرونا ویروس په اغېزناک ډول مدیریت کړ او روغتیایي سکتور د دولت د فعالې رهبرۍ او ډيپلوماسۍ تر چتر لاندې مخکې ولاړ او اوس یې د کرونا واکسین تطبیق پیل کړ.

مجروح څرګنده کړه، لومړی ډوز واکسین به هغو سرتېرو ته چې د هیواد د درې رنګه بیرغ ساتنه کوي او روغتیایي کارکوونکو ته چې په تر ټولو سختو شرایطو کې یې کرونا ویروس سره د مبارزې په ګرمو سنګرونو کې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړې، تطبیق شي.

وروسته په افغانستان کې د هند سفیر رودریندرا ټنډن خبرې وکړې وې ویل، کرونا ویروس له سیاسي او اقتصادي اړخه نړۍ ته زیات زیان واړوه او پر اقتصادي ځوړتیا سربېره یې زیات مالي او ځاني زیانونه درلودل. 

په افغانستان کې د هند سفیر وویل، هیواد یې د افغانستان د ستراتېژیک شریک او دوست په توګه، تیار دی چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان روغتیایي بنسټونو سره کار وکړي. 

جمهوررئیس محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې وویل: د خدای شکر ادا کوو هغه فاجعه مو چې نړۍ یې له ستونزو سره مخ کړه، په صحیح ډول مدیریت کړه.

هغه زیاته کړه، د خطرونو په اړه زموږ لومړي تحلیل د ډېرو زیاتو خطرونو ښودنه کوله، خو د کرونا د لومړۍ او دویمې څپې د پنځو مرحلو په تفصیل کې موږ وتوانېدو ټولنه، اقتصاد او د دولت قوت او ځواب وینه ټول وساتو. 

جمهوررئیس وویل، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملت مننه اندازه نه لري او دا ټول د هغوی د زړورتیا، ژمنتیا او پر نفس د باور او همداراز د افغانستان اسلامي جمهوریت باندې د هغوی د باور له برکته دي. 

جمهوررئیس غني د وسله وال پوځ له ټولو روغتیایي منسوبینو څخه د مننې ترڅنګ چې هڅه یې وکړه ترڅو کرونا ویروس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خپور نشي مننه وکړه وې ویل، موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې اته زره روغتیایي کادرونه لرو او د ویاړ ځای دی چې د ملي امنیت، ملي پولیسو او ملي اردو روغتونونه بیا زموږ د باور وړ ګرځېدلي دي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، دولت وسله والو ځواکونو ته غوره طبي امکانات برابر کړي او هغوی ته لا زیاته پاملرنه کېږي. هغه زیاته کړه، زموږ روغتیایي کارکوونکي واقعاً د افغانستان اتلان دي.

جمهوررئیس وویل، د رسنیو له فعالیتونو په ځانګړي ډول په داسې فضا کې چې د افغانستان دښمنان په دوامداره ډول د افغان ملت تر ټولو غوره مغزونه او ځواکمنې ژبې په نښه کوي، مننه کوم. دښمنان نشي کولی د دې خاورې د نارینه وو او ښځو رسا غږونه چوپ کړي، تل به د افغانستان د خپلواکۍ، برابرۍ او ملي حاکمیت غږ لوړ ساتو.

جمهوررئیس غني د دوست او ستراتېژیک شریک په توګه د هند له مرستې او همکارۍ مننه وکړه وې ویل، زموږ د همکارۍ ډول د ګټو او ګډ بشردوستانه لیدلوري پر اساس ټاکل شوی دی او تل به له یو بل سره همکار واوسو. 

جمهوررئیس وویل، د کرونا واکسین د یوې بلې برخې د پیدا کولو لپاره چې ۴۰ سلنه خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، زموږ هڅې ډېر ژر پایلې ته ورسېږي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کرونا خطرونه لا هم لمنځه نه دي تللي، نو په همدې اساس واضح اړتیا ده چې حفظ الصحې، ماسک اغوستو او ټولنیزې فاصلې ساتلو ته جدي پاملرنه وشي.#


Source link

خپرندوي ارګ

Leave a Reply