یکشنبه , مارچ 7 2021

کومانډو ځواکونو بغلان کې ۳۲ کسان د طالبانو له زندانه ازاد کړل

ملي دفاع وزارت وایي، کومانډو ځواکونو تېره شپه په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندانه ۳۲ کسان چې په کې نظامیان هم شامل وو ازاد کړل.

د ملي دفاع له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د یو لړ ځانګړو علیاتو په ترڅ کې د بغلان ولایت په ند شهاب الدین سیمه کې د طالبانو پر زندان برید وکړ چې په پایله کې یې ۳۲ نظامي او ملکي بندیان ازاد کړل.

خبرپاڼه لیکي، د زادو شویو زندانیانو له ډلې ۲۰ ملکیان دي او ۱۲ نور نطاميان دي چې  د کومانډو ځواکونو په مرسته ازاد شول او دغه راز په دې عملیاتو کې درې طالبان هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم په ډېریو ولایتونو کېد طالبانو له زندانه د بندیانو د زادېدو خبره کړې ده، څو ورځې وړاندې کومانډو ځواکونو په لوګر ولایت کې ۲۲ بندیان د طالبانو له زندانه ازاد کړل چې نظامي بندیان هم په کې شامل وو.

دغه راز دوه اوونۍ وړاندې یې د هلمند ولایت په نهرسراج او واشیر ولسوالیو کې هم ډېر شمېر ملکي او نظامي بندیان د طالبانو له زندانه خلاص کړي وو.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


Source link

خپرندوي خامه پرس

Leave a Reply