چهارشنبه , جنوري 27 2021

پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر کړنلار توافق د پام وړ ګام بللی

پاکستان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر طرزالعمل د موافقې هرکلی کړی او دا یې د مخکې تګ په برخه کې د پام وړ ګام بللی دی.

د ډېسېمبر پر دویمه، د افغان حکومت او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مرکچي پلاویو د سولې د خبرو پر کړنلار د توافق اعلان وکړ.

دواړو لوريو د سېپټېمبر له ۱۲مې راهیسې پر دې موضوع خبرو ته دوام ورکړی وو.

د ۲۰۲۰ز د سېپټېمبر پر ۱۲مه د طالبانو استازي په قطر کې له افغان حکومتي پلاوي سره د خبرو پرانیستونکې غونډې پر مهال

د ۲۰۲۰ز د سېپټېمبر پر ۱۲مه د طالبانو استازي په قطر کې له افغان حکومتي پلاوي سره د خبرو پرانیستونکې غونډې پر مهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د ډېسېمبر پر درېیمه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ده وویل، اسلام اباد هیله من دی چې دواړه خواوې یوې داسې جامع سیاسي موافقې ته ورسي چې ورسره په افغانستان کې سوله او ثبات باوري شي.

چودري زیاته کړه چې د خبرو پر طرزالعمل موافقه د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو د ګډ هوډ ښکارندويي کوي.

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ز د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم، واشنګټن د طالبانو له لوري د یو لړ امنیتي ژمنو په بدل کې، د راتلونکي کال تر نیمايي پورې له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو سلا شو.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې د جنورۍ تر نیمايي پورې له افغانستانه شاوخوا ۲،۰۰۰ پوځیان باسي چې ورسره به په هغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲،۵۰۰ ته ښکته شي.

په عین حال کې ناټو ویلي چې د اتحاد د غړو هېوادونو سرتېري به په افغانستان کې د ملي امنیتي ځواکونو پوځیانو روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو بهیر ته دوام ورکوي.


Source link

خپرندوي مشال راډيو

Leave a Reply