چهارشنبه , جنوري 27 2021

د ملګرو ملتونو مجمع ځانګړې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني د پیغام ژباړه

<br /> د ملګرو ملتونو مجمع ځانګړې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني د پیغام ژباړه – Pashto

ښاغلی جمهوررئیس؛ له تاسو چې دغه فرصت مو راکړ او د دې ناستې د جوړېدو له امله مننه کوم.
همداراز، د ناپېیلو هیوادونو غورځنګ د رئیس په توګه د اذربایجان جمهوررئیس څخه چې د کویډ ۱۹ په اړه د اوسنۍ غونډې جوړېدو نوښت یې کړی، مننه کوم.له برابر شوي فرصت څخه په استفادې غواړم هغه درسونه چې په افغانستان کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مو زده کړي او داچې څه ډول له دویمې څپې سره مبارزې ته چمتووالی ونیسو، له تاسو سره شریک کړم.
غواړم د خپل تسلیت او غمشریکۍ مراتب ټولو هغو کسانو ته چې د کرونا له امله یې خپل دوستان له لاسه ورکړي او د متحده ایالتونو، برازیل او هند په څېر هیوادونو چې ډېر زیانونه ولیدل، څرګند کړم.
ګرانو همکارانو او دوستانو؛
کرونا ویروس د فبروري میاشتې په وروستیو کې د هرات ولایت له لارې چې له ایران سره ګډه پوله لري، افغانستان کې خپور شو. له دې څخه په خبرېدو چې د ویروس خپرېدل به موږ ته سخت زیانونه ورسوي، چټک اقدام مو وکړ. له تحلیل او په ټول افغانستان کې له مختلفو قشرونو سره په مشوره، مو ویروس سره د مبارزې لاره په پنځو مرحلو اعتراف، خپرېدل، فلاکت/ د ناروغۍ خپرېدو اوج، ارامي او بېرته عادي وضعیت ته ګرځېدل، کې ترتیب کړه.
په جون کې، د ویروس د خپرېدو کچه شپږ اویا سلنې، یعنې اوج ته ورسېده او وروسته ورو راکمه شوه؛ په مني موسم کې د ویروس د خپرېدو کچه په ورځني ډول له ۶ تر ۲۵ سلنې ته د تغییر په حال کې وه.
د چټکو اقداماتو په پایله کې، موږ وتوانېدو د مړینو کچه ټیټه وساتو. موږ وکولی شول خپل اقدامات داسې مدیریت کړوچې د اوږدمهال لپاره د خلکو معیشتي وضعیت په خطر کې نشي. د بېوزلۍ د زیاتېدو او د خوړو د خوندیتوب نشتوالي لامل نشي.
هغه درسونه مو چې یاد کړل، په لاندې ډول دي:
اول، د دې ساري ناروغۍ د اغېزو پراختیا او ویجاړتیا د هرې ورځې په تېرېدو سره، لا ډېره څرګندېږي. موږ د ویروس د خپرېدو لنډمهالې اغېزې له هغې ډلې ځاني تلفات، د دندو زیانونه او اقتصادي رکود په هماغه لومړیو کې تجربه کړې؛ خو تر اوسه نه یوو توانېدلي د دې ویروس د خپرېدو منځمهاله او اوږدمهاله اغېزې جبران کړو او په بشپړ ډول ورسره مبارزه وکړو. له همدې امله، سره له دې چې هممهاله د هغه له سمدستي اغېزو سره مبارزه کوو، موږ باید راتلونکي ته هم پام وکړو او د هغه اوږدمهاله اغېزو سره مبارزې ته هم چمتو واوسو.
دویم، د کرونا ساري ناروغۍ اغېز په نړیواله کچه دی او هېڅ هیواد یې له خپرېدو خوندي نه دی. خو له دې ناروغۍ سره د مبارزې اقدامات تر ډېره په ملي کچه متمرکز شوي. د نړیوالې ټولنې په توګه، موږ نه یوو توانېدلي کرونا ویروس سره مبارزه کې له خپلو فعالیتونو د یوې منسجمې مجموعې په توګه بشپړه استفاده وکړو.
نړۍ فرصت درلود چې په بېساري یووالي او پیوستون له دې ټول شموله ناروغۍ سره مبارزه وکړي، خو د هغې پر ځای مو اختلاف تجربه کړ.
په نړیواله سطحه ګډ اقدام کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر لا اغېزناک او منسجمولای شي، نړیوالې سرچینې باید په پراخه توګه منسجمې او بسیج شي. موږ د ملګرو ملتونو او د هغه د سرمنشي د عمده رول او نه ستړي کېدونکي کار ، قدردانی کوو.
افغانستان ویاړ لري چې کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره یې د نړیوالو اقداماتو د ترسره کېدو په برخه کې د کروشیا ترڅنګ همغږي کوونکی رول لرلی دی. هغه هراړخیز پرېکړه لیک چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ برابر کړ، د اقداماتو د ترسره کېدو لپاره یې معیاري چوکاټ ایجاد کړ. اوس د کرونا ویروس دویمې څپې له اقتصادي او اجتماعي اغېزو سره د مقابلې په خاطر د دغه پریکړه لیک غوره تطبیق او همغږي د ټولو دولتونو په غاړه ده.
درېیم، د توقعاتو خلاف دغه ساري ناروغي د برابرۍ د تامین لامل ونه ګرځېده، بلکې په پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو کې یې اوسنۍ خلاوې او نابرابري زیاتې کړې. د ویروس د خپرېدو په پایله کې ځینې هیوادونه سخت زیانمن شول، د بېلګې په توګه افغانستان د نړۍ د نورو بېوزله هیوادونو په څېر د اغېزمنو تشویقي بستو پر طرحه او تطبیق قادر نه وو. همداراز موږ باید د کرنتین په برخه کې احتیاط کړی وای، ترڅو زموږ پر اقتصاد او د خلکو پر معیشتي وضعیت د جدي زیانونو چې د ویروس خپرېدو نه یې په مراتبو ژورې اغېزې لرلای شوای مخنیوی وکړو.
دغه بهیر به ان واکسین ته د لاسري او د هغه د تطبیق په صورت کې هم دوام ومومي، ځکه د واکسین د طبیق بهیر د مدیریت امکاناتو او زېربنا ته اړتیا لري او بېوزله هیوادونه ترې برخمن نه دي. د واکسین په ګډ وېش کې د څو اړخیزو سازمانونو رول له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی. زموږ غوښتنه د دې لپاره چې واکسین باید د یوه مهم نړیوال توکي په توګه د ټولو د لاسرسي وړ وګرځي، واضح او رسا دی.
اوس، د کرونا ویروس دویمه څپه زموږ تر کورونو رارسېدلې. د کمې اګاهۍ په لرلو سره دا چې څه ډول سړه هوا، په داسې شرایطو کې چې خلک له فقر سره لاس وګریوان دي، د دغه ویروس پر خپرېدو اغېز لرلی شي، موږ د ژمي په موسم کې د کرونا ویروس له دویمې څپې سره مخ یوو.
اوس پوهېږو چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر ټولو زیات زیانمن قشر ښځې وې او په لوړه کچه یې نه خوندیتوب تجربه کړ. نن باید د داخلي تاوتریخوالي پر وړاندې په پیاوړي ډول ودرېږو او په هیواد کې د سولې په خاطر د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له غوښتنې څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړو. د دغې ناروغۍ پایته رسولو په خاطر چې د ښځو او نجونو پر ژوند یې سیوری غوړولی، د یوې خوندي نړۍ له تحقق څخه د ډاډ په موخه چې په کې د ټولو عدالت تامین وي، اساسي اهمیت لري.
په داسې حال کې چې د ویروس خپرېدو دویمې څپې ته داخلېږو، هیله لرم د نړیوالې ټولنې په توګه وتوانېږو چې له زده شویو درسونو څخه تجربه ترلاسه کړو.
لومړی، اړتیا ده چې مرحله واره واضح کړنلاره ډیزاین او په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه تطبیق شي. یاده کړنلاره باید له ټولو سره له بېلابېلاو لارو شریکه شي.
دویم، اوس موږ په غوره وضعیت کې قرار لرو ترڅو وکولای شو د غذایي مصوونیت د ډاډ او د راتلونکو څپو په مقابل کې د بشري امنیت د تامین لپاره برنامې جوړې کړو. موږ باید ډاډمن شو د ارزښت هغه ځنځيرونه چې په لومړۍ څپه کې له اخلال سره مخ شول، یا احیا شي او یا دې ورته بدیلونه په پام کې ونیول شي، ترڅو اساسي اړتیاوې تامین شي.
دغې وبا یا ټول شموله ناروغۍ زموږ د سوداګرۍ، اړیکو او ژوند طریقې بدلې کړي دي. اما ټولې یې منفي اغېزې نه دي. کووید-۱۹ د نړۍ د دیجیټلي کېدو بهیر ته په نه تصور کېدونکي چټکۍ سره تحرک ورکړ. د دغه ویروس راتلونکو څپو ته په داخلېدو سره موږ اړتیا لرو چي دیجیټلي ټکنالوژي د نړیوالو مذاکراتو په موخه د پالیسیو په اړه د بحث، واکسین ته د لاسرسي او د هغه د وېش لپاره، ومنو. باید لا زیات کار وشي چې د ټکنالوژۍ له ګټو استفاده وشي او هغه فاصله چې په دې بهیر کې ایجاد شوی ده، رفع شي.
موږ به په دې ونه توانېږو هغو طریقو ته چې د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې مو پرې اړیکې نیولی او حکومت مو کاوه، وروګرځو. په حقیقت کې د دغه ویروس خپرېدو لکه له ليرې واټن څخه د درملنې او زده کړې په څېر د همکارۍ او همغږۍ لپاره نوې کړکۍ پرانیستې. موږ باید دغه تغییر په پرانسیتې غېږ ومنو.
په نهایت کې په دې خاطر چې د کرونا ویروس خپرېدو لومړۍ او دویمې څپې ساختاري فقر سخت کړ او په بېلابېلو وضعیتونو کې یې بېوزلي زیاته کړه، موږ بایدد معیشتي وضعیت د خوندیتوب او اقتصادي تحرک د ډاډ لپاره ګډه کړنلاره غوره کړو. له دې سره هم مهاله باید د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي بهیر پراخ کړو.
افغانستان د اسیا په زړه کې ځای لري. موږ پرانیستي او نیمه پرانیستي سرحدونه لرو. دا په دې معنی ده چې موږ کولای شو د ویروس د پراختیا یا د هغې د مهارولو پر مرکز بدل شو. موږ هڅه کوو چې دویم مورد تحقق ومومي. موږ هیله لرو چې کولای شو دغه هدف ترلاسه کړو، په هغه صورت کې چې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کار وکړو او د کرونا ویروس لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو په اساس عمل وکړو.#


Source link

خپرندوي ارګ

Leave a Reply