چهارشنبه , جنوري 27 2021

جمهوررئیس د لومړۍ کرښې مسوولینو ته په خطاب کې: اعلی سرقومندان ستاسود نهایت ملاتړ ډاډ درکوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لومړۍ کرښې مسوولینو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې نن سهار د وسله وال پوځ پنځو منسوبینو سره خبرې وکړې.

جمهوررئیس د بادغیس درېیمې لوا پنځم کنډک قومندان ګلستاني، د قیصادر درېیم کنډک قومندان ډګرمن حضرت ګل، په قیصار ولسوالۍ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړي ټولي قومندان مېرویس احمدي، د فاریاب په دولت اباد کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا درېیم کنډک د ټولي قومندان تورن قیام الدین، د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت له منسوبینو احمدشاهپور او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال انصاف الله سره د بېلابېلو ټلیفوني تماسونو له لارې د جګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د اتلولیواو زړورتیا قدرداني وکړه.

د لومړۍ کرښې یادو مسوولینو ډاډ ورکړ چې د ملي نوامیسو، ځمکنۍ بشپړتیا او هیواد خپلواکۍ څخه تر خپل وروستي څاڅکي وینې دفاع کوي او دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

جمهوررئیس دوی ته په خطاب کې وویل ډاډه اوسئ چې ملت، دولت او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان ستاسې ملاتړي دي، زما سلامونه او نېکې هیلې منسوبینو، کورنیو او خلکو ته ورسوئ.

جمهوررئیس وویل، د بادغیس خلک د وطن په دفاع کې اساسي رول لري او د بادغیس تحول په ځانګړي ډول د حلقوي سړک امنیت د هیواد د شمال اقتصادي ودې په برخه کې ممد واقع شوی دی.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، قیصار یو مهم ځای دی او زموږ د پروژو لپاره ارزښت لري او خلک یې د نظم او ارامۍ غوښتونکي دي.

جمهوررئیس وویل، د فاریاب ولایت دولت اباد او خواجه سبزپوش ولسوالۍ کلیدي نقطې دي او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان له منظمو پلانونو سره د حرکت په حال کې دی.

جمهوررئیس د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې د جګړې د لومړۍ کرښې منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسې ته ډاډ درکوم چې ستاسې له ملاتړ څخه ستاسو د اعلی سرقومندان اراده حدود نه لري او په هلمند ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو له برکته په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت د ښه والي په حال کې دی


Source link

خپرندوي ارګ

Leave a Reply