د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، دا پېښه د دوشنبې په سهار شپږ بجې او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.
د هرات پولیس زیاتوي چې وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي او په دې اړه د امنیتي بنسټونو څېړنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.