چهارشنبه , جنوري 27 2021

ټاکل شوې چې نن د جینوا کنفرانس جوړ شي –

په دغه کنفرانس کې به د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ اعلان کړي.
د افغانستان په استازیتوب یادې غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ورغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، محمد حنیف اتمر د ژینو په کنفرانس کې د ګډون په هدف وړمه ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس هېواد ته سفر پیل کړ.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په دغه سفر کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د پانګوونې د اسانتیا واحد رییس عطالله نصیب او د یادو وزارتونو یو شمېر نور سلاکاران د حنیف اتمر ملتیا کوي.
بلخوا، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اتمر به د ژنیو تر کنفرانس وروسته د اسلامي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف نایجریا هېواد ته سفر وکړي.


کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ




Source link

خپرندوي کليد راډيو

Leave a Reply