چهارشنبه , جنوري 27 2021

طالبانو د اندونیزیا له نوي ټاکل شوي سفیر سره لیدلي –

د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک پر خپل ټوټېرپاڼه لیکلي، پرون ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د ختیځې اسیا هېوادونو د اړیکو د برخې مشر مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي په دوحه کې د اندونیزیا له نوي ټاکل شوي سفیر رضوان حسن او پلاوي سره وکتل .
د هغه په وینا، په ترسره شوې لیدنه کې د اندونیزیا سفیر د افعانستان د سولې په پروسه کې د خپل هېواد د مثبت رول ژمنه بیاځلي تکرار کړه.
د دوی تر منځ په کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان بهیر او راتلونکي بحث شوی دی.
د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ د قطر طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره هم لیدلي وو.
د دوی او امریکایي پلاوي تر منځ په لیدنه کې پر افغان سوله، د دوحې پر مذاکراتو، له تور لېست څخه د دې ډلې په لېرې کېدو او د پاتې طالب بندیانو پر خوشي کېدو بحثونه شوي وو.
د یادولو وړ ده چې له دوو میاشتو ډېره موده کېږي په قطر کې د افغان سولې د مرکچي پلاوي د تماس ډلو تر منځ خبرې روانې دي، خو ځینې اختلافونه د دې لامل شوي چې ښکېل لوري د خبرو پر کړنلاره سلاح نه شي.


کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ




Source link

خپرندوي کليد راډيو

Leave a Reply