د مصر د لرغون پيژندني وزارت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي دغه تابوتونه د ال غريفه په کيندنو کي پيدا سوي دي چي شاوخوا ۳۰۰ کيلومتره د قاهرې جنوبي برخي ته سوي دي.
په ۱۶ قبرونو کي په مجموعي ډول ۲۰ تابوتونه پيدا سوي چي پر ځينيو يي د هيروغليف پخوانۍ مصري کرښې ليکل سوي.
د هغه په خبره، په دغو تابوتونو کي د سپوږمۍ رب النوع »تهوت« او همدارنگه د صعيد مصر د سيمې د افتخاراتو د مشر په څير چي درې زره کاله مخکي هلته ښخ سوی، د ډيرو نورو راهبانو د جسد پاتي شوي ليدل کيږي. يو تابوت په آسماني رب النوع »هوروس« پوري اړه پيدا کوي.
لرغون پيژندونکو علاوه پر دې په قبرونو کي۱۰ زره داسي شنې او زرغونې مجسمې پيدا کړي چي له خټو او ځيني يي په بشپړ ډول له سرو زرو جوړي سوي دي.
د مصر حکومت له څو کلونو راهيسي له لرغون پيژندونکو څخه غوښتنه کوي چي کيندني وکړي، ترڅو په ۲۰۱۱م کال کي ترعربي پسرلي وروسته، نوموړي هيواد ته يو واربيا سيلانيان راجذب کړي.
(G.P/N.Z(AG
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
رنګين تابوتونه
مصري لرغون پيژندونکو د موميايي شوو تابوتونو يوه مجموعه کشف کړه چې د ښځينه، نارينه او ماشومو کاهنانو اړوند دي. دغه تابوتونه د لوکسور ښار په يوې هديره کې کشف شوي دي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
ډیر کشف شوي تابوتونه
مصري لرغون پيژندونکو ويلي دي چې له ۱۸مې پيړۍ را په دې خوا «دا لومړی ځل دی چې په دومره ډير شمير کې موميايي شوي جسدونه په لاس راغلي دي.»
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
له ميلاد څخه مخکې
د کاهنانو دغه ۳۰ جسدونه له ميلاد څخه مخکې لسمه پيړۍ کې د مصر د فراعنه د ۲۲ حکومت په زمانه کې موميايي شوي دي. په دې ترتيب دغه جسدونه درې زره کاله کیږي چې موميايي دي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
سيالانيان دې خبر وي
مصر ويلي دي چې کشف شوي موميايي جسدونه به په نژدې راتلونکې کې د خلکو نندارې له پاره کيږدي. دغه هيواد اوس په دې هڅه کې دی چې خپل د سياحت صنعت ته رونق ورکړي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
له ۲۰۲۰ نه په موزيم کې
د مصر د توريزم صنعت په وروستيو کلونو کې زيانمن شو، کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک حکومت پر وړاندې پاڅون پيل او بيا په ۲۰۱۳م کال کې پوځ د اسلامپاله حکومت پر وړاندې کودتاه وکړه. مصر غواړي نوې کشف شوي موميايي په ۲۰۲۰م کال کې په خپل موزيم کې د نمايش له پاره کيږدي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
دننه او باندې نقاشي
د دغو موميايي شوو جسدونو تابوتونو دننه او بهر رنګ آميزي او نقاشي شوي دي او کتيبې هم لري. کارپوهان «د رنګونو او نقاشيو ښه وضعيت او د کتيبو سالم والي» ته اشاره کوي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
د پيړۍ کشف
د مصر غربي ښار لوکسور د مصر پيژندونکو له پاره د يو ګنج حيثیت لري. په ځانګړې توګه دغه کشف او د الاصاصيف په دوهم نمبر هديره کې تر سره شوی کشف بيا تر ټولو نادره کشفيات دي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
نادره کشف

تر دې مخکې
په مصر کې تر دې مخکې د وروستي ځل له پاره په کال ۱۸۹۱ کې د کاهنانو موميايي شوي جسدونه ښودل شوي وو.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
د جيزه موزيم
مصريان غواړي دغه جسدونه په ډير دقت سره ترميم او بيا يې د جيزه اهرام تر څنګ، د مصر په لوی موزيم کې کيږدي. په پام کې ده چې دغه موزيم به په ۲۰۲۰م کال کې پرانيستل شي.
-
د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
د سيلانيانو راتلو چمتوالی
د مصر حکومت په راتلونکي کال کې دغه موزيم ته د ډير شمیر سيلانيانو د راتلو له پاره تياری نيسي. ليکونکی دارکو جانژویچ/ر.ش/ م.ک.ص
Source link