کور / خبرونه / د افغان ټکی اسيا ويبپاڼې خبرتيا!

د افغان ټکی اسيا ويبپاڼې خبرتيا!

د افغان ټکی اسيا ويبپاڼې خبرتيا!

درنو لوستونکو زمونږ سلامونه او درناوی ومنئ

شاوخوا شپږ کاله وړاندې مو د  افغان خير انديشه ځوانانو پر مټ دغه ويبپاڼه جوړه کړه، ترڅو خپلو خلکو ته د اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پاملرنې او درناوي بېلابېلو برخو کې معلومات او ورځني خبرونه خپاره کړو.

مونږ څو کاله هڅه وکړه، چې په پوره بې پريتوب او نا پيلتوب سره بېلابېلو برخو کې خپلو خلکو ته معلومات وړاندې کړو؛ چې هغه مهال مو د يوې ورځې کتونکي له سل زرو څخه زيات و؛ خو متاسفانه د مالي امکاناتو نشتون له امله مو ونشو کولی، چې خدمت ته ادامه ورکړو.

په دې وروستيو کې مو وروستۍ هڅه داوه، ترڅو د ټولو افغاني رسنيو خبرونه په اتومات بڼه په همدې پاڼه کې خپاره کړو؛ خو داچې يو شمېر رسنۍ د بې پريتوب او نا پيلتوب اصل ته پام نه کوي او د خپلې پاليسۍ سره سم خبرونه خپروي؛ نو له همدې امله مونږ بهتره وګڼله، ترڅو خبري څانګه وتړو.

مونږ به هڅه وکړو، چې يواځې معلوماتي او روزنيزه برخه کې مقالې، کتابونه  او نور معلومات خپاره کړو.

له دې وروسته په افغان ټکی اسيا ويبپاڼه کې خبرونه نه خپريږي، زمونږ معذرت ومنئ، ځکه بشري او مالي قوه او سپورټ نلرو او دغې برخې ته ادامه نشو ورکولی.

په ټول درنښت

د افغان ټکی اسيا اداره

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *