کور / خبرونه / کندهار کې مېرمنو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره سوې – کندهار ورځپاڼه

کندهار کې مېرمنو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره سوې – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

کندهار والي حیات الله حیات وايي، مېرمنو ته په دولتي  ادارو کې د کار زمينه برابره ده، اوس نو په مېرمنو پوري اړه لري، چې په پوره جرئت دولتي ادارو کې کار وکړي.

نوموړي په ولایت مقام کې مېرمنو ته د کار موندنې د فرصت برابرولو غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، ولايتي اداره په خپل ټول توان هڅه کوي ترڅو په دولتي ادارو کې جنډر يا جنسيت مراعت او د مېرمنو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

ده وویل، چې امنيتي ارګانونه د امنيت په برخه کې جدي دي او د مېرمنو لپاره اوس د کار پرمهال مناسبه امنيتي فضا برابره ده.

والي دغه راز زیاته کړه، دولتي بستونو ته د ازمويني په برخه کې پوره شفافيت موجود دی او نور به د واسطو او روابطو له مخې څوک مقرر نه سي.

د غونډې په پای کې مېرمنو د پريزنټېشن په شکل خپلې يو شمېر ستونزې له والي سره شريکې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې مېرمنو ته دې په دولتي ادارو کې د کار مناسبه زمينه برابره کړي.

راپور: زین الله احمدي

 

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *