کور / خبرونه / د کابل په وروستي برید کې د ایران لاس و – کندهار ورځپاڼه

د کابل په وروستي برید کې د ایران لاس و – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د کابل په وروستي برید کې د ایران لاس و.

په دې برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور امریکایي عسکر ټپیان شوي وو.

ښاغلي پامپیو د شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د خبرو پر مهال په سیمه کې د څو بریدونو یادونه وکړه چې په وینا یې ایران پلوه کسانو کړي دي او په ترڅ کې یې په کابل کې د جوزا د لسمې د بمي برید یادونه هموکړه.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو منلی و، خو پامپیو تور لګوي چې ایران هم په یاد برید کې لاس درلود.

په دې برید کې څلور ملکي وګړي وژل سوي او څلور امریکایي عسکر ټپیان سوي وو.

امریکا په څو تېرو اوونیو کې په څو ځلې ایران په دې تورن کړی چې په سیمه کې یې پر امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بمي برید په تړاو پر ایران دا ډول تور لګوي.

که څه هم ایران په وار وار له افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورن سوی، خو دا لومړی ځل دی چې امریکا ایران په افغانستان کې د بریدونو په ترسره کولو تورن کړی دی.

یو شمېر افغان څېړونکي وايي، امریکا په دې کار سره هڅه کوي چې پر ایران فشارونه زیات کړي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *