کور / خبرونه / سرمقاله؛ حکومت او طالبانو د بنديانو ‘تبادله’ پيل کړې ده – کندهار ورځپاڼه

سرمقاله؛ حکومت او طالبانو د بنديانو ‘تبادله’ پيل کړې ده – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

سرلیکنه

شاوخوا ۱۰۰ ورځي کېږي چي حکومتي ځواکونو د هغو حکومتي سرتېرو او منسوبينو د آزادولو په نامه عمليات پيل کړي چي د دولت د وسله والو مخالفينو/ طالبانو په زندانونو کي بنديان دي. د راپورونو له مخي، د دغي مودې په جريان کي شاوخوا ۴۰۰ تنه بنديان چي زياتره يې حکومتي سرتېري دي، د طالبانو له زندانونو څخه د هيواد په بېلابېلو سيمو کي د عملياتو پر مهال آزاد سوي دي. دغه عمليات تر ډېره بې تلفاتو تر سره سوي او زياتره بنديان په خوندي ډول له بنده آزاد کړل سوي دي.

د طالبانو له زندانونو څخه د حکومتي بنديانو د آزادولو دا پروسه چي ظاهراً د عملياتو په پايله کي تر سره کېږي، اوس هم جريان لري. احتمال لري د آزادو سوو بنديانو شمېر اوس تر ۴۰۰ تنو هم اوښتی وي.

د طالبانو له زندانونو څخه د حکومتي بنديانو د آزادولو عمليات د ملي مشورتي جرګې له تر سره کېدو سره تقريباً هم مهاله پيل سوي دي. د ملي مشورتي جرګې يو ږغ پر ښکېلو خواوو؛ په ځانګړي ډول پر حکومت دا و چي د سولي د ښه نيت په خاطر دي جنګي اسيران له بنده آزاد کړي.

له بلي خوا د بنديانو د آزادولو د عملياتو په درشل کي حکومت اعلان وکړ چي نژدې ۱۰۰۰ تنه طالب بنديان چي د هيواد په بېلابېلو زندانونو کي د بند شپې ورځي تېروي، له بنده آزادوي. شاوخوا دوې اوونۍ کېږي چي له حکومتي زندانونو د طالب يا سياسي زندانيانو د آزادو پروسه په عملي ډول پيل سوې او د پلچرخي په شمول د هيواد له بېلابېلو زندانونو څخه ګڼ شمېر طالب بندان آزاد سوي دي. که څه هم طالبان آزاد سوي کسان زياتره خپل کسان نه بولي، خو د حکومت ادعاء دا ده چي دا کسان ټول طالبان دي.

طالبانو له حکومتي زندانونو څخه د خپلو ملګرو د آزادولو هرکلی کړی دی.

که څه هم حکومت د طالبانو له زندانونو څخه خپل بنديان د عملياتو په پايله کي آزاد کړل سوي بولي او حکومت بيا شعار ورکوي چي ګواکي د سولي ملي مشورتي جرګې د سپارښتني پر اساس يې د طالب زندانيانو د آزادولو پروسه پيل کړې، خو له شواهدو داسي برېښي چي په حقيقت کي د سياسي بنديانو د تبادلې يوه نااعلان سوې پروسه جريان لري.

داسي ښکاري چي طالبانو او حکومت له يو بل سره د توافق پر اساس چي غالباً د سولي له پاره د لومړني زرغون څراغ په توګه ګڼل کېږي، د بنديانو د آزادولو چاره پيل کړې ده.

د دغسي توافق له شواهدو يو دا دی چي د حکومتي ځواکونو د عملياتو په پايله کي چي د طالبانو له زندانونو کوم بنديان آزاد کړل سوي، هيڅ تلفات نه دي ورته اوښتي، په داسي حال چي د جګړې يا عملياتو پايله کي د بنديانو آزادول له تلفاتو خالي نه وي.

که د طالبانو او حکومت تر منځ په واقعيت کي هم لکه له شواهدو څخه چي ښکاري، د بنديانو د تبادلې يا آزادولو نااعلان سوی توافق سوی وي، نو دا په دې معنی ده چي د سولي پروسه له اوسني په ټپه ولاړ حالته د وتلو په حال کي ده.

دا ښيي چي د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري چي مخکي تر ډېره ناممکني برېښېدلې، اوس د امکان چوکاټ ته لوېدلي او د دواړو خواوو له لوري د بنديانو د آزادولو پروسې دوام او په ښه توګه پای ته رسېدل ښايي د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو امکان نور هم زيات کړي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د احتمالي خبرو له پاره د نسبي فرصت برابرېدو له شواهدو يو هم د ولسمشر غني له خوا د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د بلني منل دي. ټاکل سوې چي ولسمشر غني پس له ډېره وخته پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هيواد له ملکي او پوځي چارواکو سره وګوري.

قوي احتمال لري چي د دغه سفر په لړ کي د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پر امکاناتو هم خبري وسي. پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر تر مهاله ښايي طالبان د حکومت په وړاندي نور انعطاف هم وښيي او داسي زګنال ورکړي چي ګواکي د دوی او حکومت تر منځ لږ تر لږه د سولي مذاکرات امکان لري.

د حکومت او طالبانو دغي چاري ثابته کړه که طالبان د امريکايي ځواکونو د حضور په صورت کي له حکومت سره بشپړه سوله نه کوي، نو لږ تر لږه لنډمهاله او تر ځينو چارو محدود توافقات کولای سي. تر اوربند وروسته دا د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د امکان او د دغو خبرو اترو د بريا د چانس د زياتوالي څرګندويي کوي.

د افغان سولي په چارو کي د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ولسمشر غني سره په کتنه کي ويلي چي ده او ولسمشر غني دواړو پر دې موافقه وکړه چي د بين الافغاني مذاکراتو اړتيا زياته ده. ښايي امريکايان هم دې نتيجې ته رسېدلي وي چي له طالبانو سره يوازي د دوی توافق ښايي په افغانستان کي سوله او ثبات تأمين نه کړي. ښايي امريکا له دې کبله هم له طالبانو سره د سولي مذاکرات يوازي له خپل محدوديته ايستلي وي، چي طالبانو د مسکو په غونډه کي واضح وويل، که امريکايي ځواکونه په افغانستان کي حضور ولري، دوی سوله نه کوي. دغه راز طالبانو د اختر په اعلاميه کي هم وويل چي د دوی جګړه به د دوی د موخي تر تر لاسه کېدو، چي د بهرنيانو د حضور ختمول دي، دوام ولري.

که څه هم رسنيو د طالبانو له زندانونو څخه د حکومتي بنديانو او له حکومتي زندانونو څخه د طالب بنديانو د آزادېدو پروسې ته چندان پام نه دی، خو دا د سولي او د دواړو لورو تر منځ د توافقاتو د تر سره کېدا شونتيا ښيي او دا په تېرو ۱۸ کلونو کي لومړی ځل دی چي دغه ډول لوی کار تر سره کېږي.

دا د سولي د مذاکراتو په وړاندي لومړني او داخلي موانع دي، داسي موانع چي لېري کول يې د افغاني لوريو په واک کي دي. اړتيا ده چي د دغه ډول موانعو لېري کول دوام وکړي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *