کور / خبرونه / کندهار والی:دټولنی هر قشرباید دهیواد دخپلواکۍ دسلمی کلیزی په لمانځلوکی برخه واخلی

کندهار والی:دټولنی هر قشرباید دهیواد دخپلواکۍ دسلمی کلیزی په لمانځلوکی برخه واخلی

[ad_1]

حیات الله حیات دغه څرګندونی د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی دلمانځلو لپاره په څلورمه تعقیبی غونډه کی وکړې.

په دې اړه جوړه سوې غونډه کی دولایت مقام دواړو مرستیالانو عبدالحنان منیب، حاجی اغالالی دستګیری، سرپرست ښاروال، د ګڼ شمېر سکتوری ادارو رئیسانو، ځوانانو، ښځو، مدنی فعالانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.

په غونډه کی د ځینو سکتوری ادارو مسولینو د خپلواکۍ دورځی د شانداره لمانځلو په موخه خپل پلانونه او ترسره کړی فعالیتونو له کندهار والی حیات الله حیات سره شریک کړل او په دې برخه کی یې د نوموړی هدایتونه واورېدل.

غونډی ته د پیل په وینا کی کندهار والی حیات الله حیات وویل، چی د هیواد سلمه کلیزه به په شانداره مراسمو سره ولمانځی، چی پیل به یې له ولسوالیو څخه کوی.

د ښاغلی حیات په خبره، چی ۱۰۰مه کلیزه به په میوند او سپین بولدک ولسوالیو کی په خورا جوش او دبدبه سره ولمانځی، چی په خبره یې، میوند ولسوالۍ د هیواد دازادۍ په برخه کی ځانګړی اهمیت لری او ښه بېلګه یې ملاله میوندۍ ده.

کندهار والی وویل، چی دیوه ملی او هیوادنی احساس له مخی د ټولنی هر قشر باید د خپلواکۍ ۱۰۰مه کلیزه په شانداره مراسمو ولمانځی او په دې برخه کی د خپل حکومت د پلانونو ملاتړ وکړی.

نوموړی په دې برخه کی د رسنیو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه، چی د ملی راډیوتلوېزیون په ګډون ټولی رسنۍ او مطبوعاتی ادارې باید د افغانستان دازادۍ سلمی کلیزی په ویاړ تبلیغاتی خپرونی وکړی.

په ورته وخت کی د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب هم د خپلو خبرو پرمهال د ازادۍ په ورځ پر شهیدانو څلورلاری د ګلونو د ګېډۍ د ایښودلو، په خصوصی مکاتبو کی د ساینسی تجربو د نندارتونونو پر لاری اچولو، د یادی ورځی لپاره د عامه پوهاوی په موخه د کنفرانس د جوړولو او ځینو نورو برخو کی خپل وړاندیزونه د غونډی له ګډونوالو سره شریک کړل.

د غونډی په دوام د دولتی ادارو مسؤلینو، مدنی ټولنو استازو او د ځوانانو مشورتی بورډ غړو د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی د لمانځلو لپاره د ورسپارل سوو مسولیتونو په اړه خپل معلومات وړاندی کړل او وی ویل، د یادی ورځی د ښه لمانځلو په موخه په عملی ډول لاس په کار سوی څو دغه ورځ په بې ساری ډول په کندهار کی ولمانځل سی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *