کور / خبرونه / ښځو ته په دولتی ادارو کی دکار زمینه برابره ده او ولایتی اداره هغوئ ته دښه کاری چاپیریال دبرابرولوپه برخه کی ژمنه ده

ښځو ته په دولتی ادارو کی دکار زمینه برابره ده او ولایتی اداره هغوئ ته دښه کاری چاپیریال دبرابرولوپه برخه کی ژمنه ده

[ad_1]

کندهار والی حیات الله حیات دغه څرګندونی د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د ښځو لپاره د کارموندنی د فرصتونو او دولتی ادارو ترمنځ د همږغۍ په غونډه کی وکړې.

دغه غونډه د اصلاح ادارې، پروموټ موسیسې، ولایت مقام او د امریکا د پرمختیایی ادارې یا یو ایس آی ډی په ګډو هڅو جوړه سوې وه.

غونډه کی د ښځو لپاره د مناسبی کاری زمېنې پر برابرولو او دغه راز په دولتی ادارو کی د ښځو پر زیاتی ونډی خبری وسوې.

کندهار والی حیات الله حیات وایی، چی د کندهار ولایتی اداره په خپل ټول توان هڅه کوی ترڅو په دولتی ادارو کی جنډر یا جنسیت مراعت کړی او د ښځو لپاره د کار خوندی او مناسبه زمینه برابره کړی.

نوموړی په ولایت مقام کی د ښځو لپاره د کارموندنی د فرصتونو او دولتی ادارو ترمنځ د همږغۍ په جوړه سوې غونډه کی وویل، چی ښځو ته په دولتی ادارو کی د کار زمینه برابره ده او اوس دا په ښځو پوری اړه لری، چی جرئت وکړی او په دولتی ادارو کی کار ته دوام ورکړی.

کندهار والی حیات الله حیات وویل، چی امنیتی ارګانونه د امنیت په برخه کی جدی دی او دښځو لپاره اوس دکار پرمهال مناسبه امنیتی فضا برابره ده.

هغه وویل، چی دولتی بستونو ته د ازموینی په برخه کی پوره شفافیت موجود دی او نور به د واسطو او روابطو پراساس خلک نه مقریږی.

ده له ښځو غوښتنه وکړه، چی ددولتی خالی بستونو لپاره نوم لیکنه وکړی او په ازموینه کی یې ګډون وکړی.

په غونډه کی دغه راز ښځو د پریزنټېشن په شکل خپلی یوشمېر ستونزی له کندهار والی حیات الله حیات سره شریکی کړې.

دوئ غوښتنه وکړل، چی ښځو ته دی په دولتی ادارو کی د کار مناسبه زمینه برابره سی او دغه راز دی دښځینه دولتی مامورینو لپاره د ټرانسپورټ امکانات هم په پام کی ونیول سی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *