کور / خبرونه / ارزګان کی لسګونه میله سپکی او درنې وسلی نیول سوی

ارزګان کی لسګونه میله سپکی او درنې وسلی نیول سوی

[ad_1]

د ارزګان امنیتې مسؤلین وایی تیره ورځ یې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کی د عملیاتو پرمهال لسګونه مېله سپکې او درنې وسلی، چاودیدونکی توکی او مهمات دی نیولې دی.

چارواکی وایی د نیول سوو توکو سره یی د تړاو په تور یو کس هم نېولی او مرکز ته یی د پوښتنو لپاره استولی.

د ارزګان امنیتی مسؤلین خبر ورکوی چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کی یی د عملیاتو پرمهال لسګونه مېله سپکی او درنې وسلی، چوونکی توکی، د پولیسو لسګونه جوړې یونیفورم او مهمات په لاس راوړی او ورسره یې د تړاو په تور یو کس هم نیول سوی.

امنیه قومندان ډګروال خطاب خنجری وایی په نیول سوو وسلو کی ۲۸ ملی متره توپونه ، زیکویک ، اګایز ، راکټونه ، پیکاوی ، کلاشینکوفونه او توپنګچی نیول سوی دی.

هغه وایی د دې سره یو ځای یی د پولیسو یونیفورمونه ، چوونکو توکو کې کاریدونکې باروت ، او د وسلو سلګونه فیره مرمۍ په لاس رواړل سوی دې.

امنیه قومندان وایی د بی وسلی کیدو لړۍ به جارې ساتی او هغه کسان چې غیری قانونی وسلی لری تری اخیستل کېږی.

هغه له مخور او قومی مشرانو هم وغوښتل چې پولیس پرېږدی چې خپل اجراأت ترسره کړی او هغه کسان چې دوی یې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال نېسی د هغوی د خوشی کولو لپاره دې امنیې قومندانۍ ته مراجعه نه کوی.

د کورنیو چارو وزارت د تیر یو کال راهیسې په پلازمینه کابل او ولایتونو کې د بی وسلو کولو او زور واکو پر وړاندې مبارزه چټکه کړې.

خبریال: اجمل وصال

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *