کور / خبرونه / ولایتی شورا: دکندهارښاروال د ټاکلولپاره باید دکندهاری ولس سره مشوره وسی

ولایتی شورا: دکندهارښاروال د ټاکلولپاره باید دکندهاری ولس سره مشوره وسی

[ad_1]

د یک شنبې په ورځ د کندهارښار د یو شمېر ناحیو وکېلانو ولایتی شورا ته د شکایت په ډول وویل، چی د کندهار ښار لپاره د نوی ټاکل سوی ښاروال په اړه د دوئ سره هیڅ راز مشوره نه ده سوې.

د ولایتی شورا په غونډه کی دغه راز د ارغسان ولسوالۍ د اوسېدونکو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او په اړه ئې لازم تصامیم ونیول سول.

د ولایتی شورا د یک شنبې ورځی نوبتی غونډه، چی د شورا د رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال په مشرۍ جوړه سوې وه پکښی د شورا نورو غړو هم برخه اخیستې وه.

د ولایتی شورا دې غونډی ته د ښار د یو شمېر ناحیو وکېلان په دې موخه عارض سوی وه، چی د کندهار ښار لپاره  نوی ټاکل سوی ښاروال د مرکزی ادارې له لوری پرته له دې چی د کندهاری ولس سره مشوره وسی په نا مناسب وخت کی ټاکل سوی او وېره لری، چی دلته به روانی پروژې یوځلی بیا د ځنډ او خنډ سره مخ سی.

دوئ غوښتنه کوی، چی اوسنی ښاروال دی تر هغه وخت پر خپله دنده پرېښودل سی، ترڅو د جمهوری ریاست ټاکنی یوې پایلی ته رسیږی.

هغوئ د کندهارښاروالۍ د مشورتی شورا لپاره هم د وړکس د انتخابېدو غوښتنه کوی.

د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال د یادو کسانو په جواب کی رسنیو ته وویل، چی د ولس دغه غوښتنه به د ولایت مقام سره شریکه کړی، ترڅو له دې طریقه دغه غوښتنی تر مرکزی ادارې پوری ورسیږی.

ښاغلی خاکریزوال هم له مرکزی ادارې غوښتنه کوی، چی د کندهار د کلیدی بستونو لپاره د اشخاصو د مقررۍ په تړاو د کندهاری ولس سره مشوره ورکړی.

د ولایتی شورا دې غونډی ته د ارغسان ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو شکایت وکړ، چی د ولسوالۍ دتعمیر قرار داد ئې د تېر کال راهیسی د یو شرکت له لوری اخیستل سوی خو تراوسه ئې د ساختمان چاری نه دی پیل کړی.

هغوئ وویل دغه شرکت په دې ولسوالۍ کی د یوه بل پُل د جوړېدو قرار داد هم لری، خو د څلورو کالو په جریان کی لا هم دغه پُل نه دی تکمیل سوی.

د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال وویل د شورا راتلونکی غونډی ته ئې یاد قرار دادی را بللی، ترڅو د یادو موضوعاتو په تړاو ورسره خبری وکړی.

هغه وویل دغه موضوع به د ولایت مقام سره هم شریکی کړه، ترڅو په ګډه قرار دادی دې ته مجبوره کړی، چی نیولی پروژې تکمیلی کړی.

د ولایتی شورا دې غونډه کی د مراجعینو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوه.

خبریال: ولی محمد انوری

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *