کور / خبرونه / پولیسو هلمند کی ۸۸۰ کیلوګرامه نشه یی توکی نیولی دی

پولیسو هلمند کی ۸۸۰ کیلوګرامه نشه یی توکی نیولی دی

[ad_1]

هلمند کی د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې مدیر وایی: دا مخدره مواد د قاچاق وړنکو له خوا ډېورنډ کرښې ته نږدې بهرامچې سیمی ته انتقالېدل.

بهرامچه له کلونو راهیسی ، هلمند کی د نشه یی توکو د کاروبار تر ټولو لوی مرکز بلل کیږی.

هرکال هلمند کی نږدې سل زره هکتاره مځکه پر کوکنارو کرل کیږی ، چی په زرګونه ټنه د چرسو او تاریاکو حاصلات کرونده ګر تر لاسه کوی.

که څه هم نشه یی توکی د هلمند په ټولو سیمو کی کرل کیږی ، خو د دې ډېره برخه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کی ده ، چی هلته پرې هیڅ ډول بندیز نسته.

چارواکی وایی : لوی قاچاق وړونکی د هلمند له شمالې او یو شمېر جنوبی سیمو څخه تاریاک او چرس د ډیورنډ فرضی کرښې ته نږدې بهرامچې ته انتقالوې ، چی د دوی د پولیسو له خوا نیول کیږی.

د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال محمد ولی غوثی ، چی په دې ورستیو کی د نشه یی توکو د نیولو پرله پسې راپورونه ورکړی ، وایی په یوه تازه پیښه کی یی یو سل څلوېښت کیلوګرامه لانده تاریاک چی په یوه موټر کی بهرامچې ته انتقالېدل نیولی دی.

دی وایی دغه راز یی د سنګین څخه هم انتقالیدونکی ۷۴۰ کیلوګرامه چرس هم د خپلو پټو مالوماتو او د ملی اردو د ځواکونو په همکاری نیولی دی.

غوثی وایی : له دې نشه یی توکو سره یی دوه تنه هم نیولی دی ، چی دوسیه به یی څارنوالی ته ولیږی.

هلمند کی د نشه یی توکو قاچاق څه نوې خبره نه ده ، که څه هم چارواکی کله ناکله د نشه یی توکو د نیولو راپورونه ورکوی ، ښایې دغه نیونې دلته د پراخ کاروبار په وړاندی په نشت حساب وی.

دولت تل ویلی ، چی د جګړې د تمویل لویه سرچینه د نشه یی توکو کاروبار دی ، چی په دې ورستیو کی د پروسس پر ځایونو له هوا بریدونه هم سوی دی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *