کور / خبرونه / د عامی روغتیا ریاست شپېته ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکی توکی وسوځول

د عامی روغتیا ریاست شپېته ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکی توکی وسوځول

[ad_1]

د عامی روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وایی، یاد خوراکی توکی یې د کندهار ښار د خوراکه پلورنځیو او درملتونونو څخه راټول کړی دی.

هغه پر کندهار ښاریانو ږغ وکړ چی د درملو او خوراکی توکو د رانیولو پر مهال یې تاریخ ته پاملرنه وکړی او په دې برخه کی د عامی روغتیا ریاست سره همکاری وکړی.

د کندهار عامی روغتیا ریاست له لوری ۶۰ ټنه خوارکی توکی او درمل چی د تېرو درو میاشتو پر جریان کی یې د خوراکه پلورنځیو او درملتونونو څخه ټول کړی وه وسوځل.

د عامی روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د کندهار راډیو تلوېزیون سره په خبرو کی وویل یاد تر وخت تېر او بې کیفیته خوراکی توکی او درمل یې په اونیزو کمپاینونو کی د درو میاشتو په موده کی راټول کړی وه او نن یې د هیئت په مخ کی وسوځول.

ښاغلی پخلا وایی چی په یادو بې کیفیته خوراکی توکو او درملو کی ۱۰ ټنه یې خوراکی توکی وه چی د ښاروالۍ سره یې په ګډه د ښار د دوکانونو څخه راټول کړی وه او پاته ۵۰ ټنه تر وخت تېر درمل وه چی د عامی روغتیا ریاست د مراقبت ټیم د ښار د درملتونونو څخه راټول کړی وه.

د عامی روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د تجارانو څخه غوښتنه وکړه، څو تر وخت تېر او بې کیفیته توکی وارد نه کړی، څو دوی مجبور نه کړی خپلی عامه شتمنۍ ته اور واچوی.

ښاغلی پخلا وایی، عام خلګ باید د رانیولو په وخت کی د توکو تاریخ ته پاملرنه وکړی او په دې برخه کی د عامی روغتیا ریاست سره همکاری وکړی.

باید وویل سی، چی د عامی روغتیا ریاست او ښاروالۍ په کندهار ښار کی د تېر په پرتله په روان کال کی د بې کیفیته او تر وخت تېرو توکو په وړاندی مبارزه چټکه کړې ده او تر دا مهاله یې د ښار د بیلا بیلو خوراکه پلورنځیو او درملتونو څخه ورته توکی راټول کړی او سوځولی دی.

خبریال: احمدشاه شاداب

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *